په کامېرون کې دوو ښځو ځانمرګي بريدونه کړي دي

د انځور حقوق EPA
Image caption چارواکي وايي دغه ښځې د نايجريا اوسېدونکې وې، چې د کډوالو په توګه کامېرون ته ورغلې وې

په افريقايي هېواد کامېرون کې د دوو ښځو له لوري د ځانمرګو بريدونو په پايله کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس وايي د يکشنبې پر شپه دغو ښځو د شمالي کامېرون په يوه کلي کې يوه کورنۍ او يوه هټۍ په نښه کړي دي.

چارواکي وايي دغه ښځې د نايجريا اوسېدونکې وې، چې د کډوالو په توګه کامېرون ته ورغلې وې.

دوی وايي دغه بريدونه په ځايي وخت د شپې شپږ بجې شوي دي.

په لومړي بريد کې يوې ښځې په يوه کور کې دننه ځان ته چاودنه ورکړې او بلې ښځې د وېلډنګ له يوه دکان سره نژدې چاودنه کړې ده.

کابو يوه اوونۍ وړاندې څلورو ځانمرګو ښځو په همدې سيمه کې بريدونه وکړل، چې له امله يې پنځه کسان ووژل شول.

دغه سيمه چې ځانمرګي بريدونه په کې شوي د نايجريا له پولې سره نژدې پرته ده.

تر اوسه د دغو بريدونو پړه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

په نايجريا کې د بوکو حرام ډله فعاله ده او تر دې وړاندې يې پر شيعه ګانو د شويو بريدونو مسووليت منلی دی.

ناتاييد شوې شمېرې ښيي چې په تېرو شپږو کلونو کې د بوکو حرام له لوري بريدونو کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې بوکو حرام ډله اسلامي دولت ډلې سره يو ځای شوه.

ورته مطالب