قوي احتمال دی د اخري فرعون تر قبر لاندې قبر ته ورته بل تش ځای وي

د انځور حقوق AFP
Image caption د لرغونو اثارو وزير وايي چې دغه ماشيني پلټنې به د نور تحليل لپاره جاپان ته واستول شي

په مصر کې چارواکي وايي ۹۰ سلنه باور لري چې د وروستي فرعون توت عنخ آمون له قبر لاندې به ورته پټ نور تش ځايونه وي.

د دغه هېواد د لرغونو توکو وزارت وايي د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره به دوی د دغه قبر ماشينې پلټنه يا سکن وکړي.

لرغون پوه نکولس راوېس وايي د فرعون توت عنخ آمون د قبر ترڅنګ ښايي د ملکې نفرتيتي قبر هم وي.

د توت عنخ آمون موميايي شوی جسد په ۱۹۲۲ کې وموندل شو او ښايي دی د ملکې نفرتیتي زوی وي، چې ۳۰۰۰ کاله مخکې په ۱۹ کلنۍ کې مړ شوی و.

لرغون پوه نکولس د مصر د لرغونو توکو له وزير سره په يوه ګده خبري غونډه کې وويل: ''له رادار نه ترلاسه شويو معلوماتو نه داسې ښکاري چې دلته يو بل قبر هم شته.''

د اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې له رادار نه پتېيل کېږي چې د توت عنخ آمون د قبر شمالي برخې ديوال تش دی.

د لرغونو اثارو وزير وايي چې دغه ماشيني پلټنې به د نور تحليل لپاره جاپان ته واستول شي.

لرغون پوه ډاکټر راوېس وايي په فبرورۍ مياشت کې له ماشيني پلټنو داسې برېښي چې لاندې دوه لارې دي او کېدای شي د آمون قبر ته څېرمه د نيفرتیتی قبر وي.

دی وايي دغه قبر ته په کتو داسې برېښي چې دغه ځای د بادشاه پر ځای د ملکې ښخولو لپاره جوړ شوی و.