بريتانيا کې د سندرو تر ټولو زیات پلورل شوی البم

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي تراوسه هېڅ کوم بل البم په بريتانيا کې ۸۰۰۰۰۰ ځله نه دی پلورل شوی

د بريتانوۍ سندرغاړې اډيل نوی سندريز البم "۲۵" د يوې اوونۍ په موده کې پر ريکارډ کچه پلورل شوی دی.

د "۲۵" په نامه دغه نوی البم په بريتانيا کې د يوې اوونۍ په موده کې له ۸۰۰۰۰۰ زيات پلورل شوی دی.

بريتانيا کې د رسمي شمېرو کمپنۍ يو مشر مارټن ټبلوټ وايي دغه البم ډېر زيات پلورل شوی او "دا ډېره لوړه شمېره ده"

ده زياته کړه تراوسه هېڅ کوم بل البم په بريتانيا کې ۸۰۰۰۰۰ ځله نه دی پلورل شوی.

له دې وړاندې په ۱۹۹۷ کال کې د او اويسېز البم چې ۶۹۶۰۰۰ پلورل شوی و د ريکارډ په کچه تر ټولو زيات و.

د تر ټولو زيات پلورل شوي البم په نوملړ کې د راتلو لپاره سندرغاړی اووه ورځې لري چې په هغه کې د البم د پلورل کېدو شمېرې ثبتېږي.

د لندن اوسېدونکې اډيل له دې وړاندې د سندرو دوه البمونه خپاره کړي وو، د دې لومړی البم "۱۹" او دوهم "۲۱" نومېده.

د دې دواړو البمونو سندرې خلکو ډېرې خوښې کړې وې او د دې غږ د بريتانيا له مشهورې سندرغاړې ايمي واين هاوس سره پرتله کېږي.

د بريتانيا په تاريخ کې تراوسه په اوو ورځو کې د پنځو لکو پلورل شويو البمونو شمېر يوازې دوه دی.