سعودي کې ښځو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو اجازه ورکړل شوه

د انځور حقوق EPA
Image caption دا به د دې هېواد په تاريخ کې لومړی ځل وي چې ښځو ته په ټاکنو کې د رايې ورکولو او د کانديدېدو حق ور کول کېږي

سعودي عربستان د ښاروالۍ او سيمه ييزو شوراګانو ټاکنو لپاره تياری نيسي او د لومړي ځل لپاره به ښځې نه يوازې په ټاکنو کې د رايې ورکولو حق ولري بلکې و به کړای شي خپل ځانونه کانديد کړي.

د ښاروالۍ ټاکنو لپاره چې راتلونکې میاشت ترسره کېږي شاوخوا ۹۰۰ مېرمنو ځانونه کانديد کړي دي.

دا به د دې هېواد په تاريخ کې لومړی ځل وي چې ښځو ته په ټاکنو کې د رايې ورکولو او د کانديدېدو حق ورکول کېږي.

د دې هېواد د قانون له مخې ښځينه او نارينه کانديدان اجازه نه لري د ټاکنو لپاره په يوه مرکز کې کمپاين وکړي.

سربېره پر دې ښځينه کانديدانې به اجازه و نه لري چې خپل مخونه د خلکو پروړاندې ښکاره کړي.

په سعودي عربستان کې هېڅ کومه ښځينه د کابينې غړې نه ده او دا يوازينی هېواد دی چې ښځې په کې د موټر چلولو اجازه نه لري.

د سعودي عربستان رسنۍ دا يوه تاريخي ورځ او په دې هېواد کې ښځو ته د لا نورو حقونو د ورکولو په لار کې یو لوی ګام بولي.

په تېرو لسو کلونو کې په سعودي کې د ښځو لپاره لږ څه کار شوی، خو د نورو عربي هېوادونو په پرتله لا اوس هم ډېر لږ دی.

ويل کېږي د نارينه وو په پرتله ډېرو لږ ښځينو په دې ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره نومونه لیکلي دي. دوې فعالانې وايي په وروستي وخت کې د دغو تاکنو لپاره د کانديدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په سعودي کې د يوه ښوونځي ښوونکې د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي موږ به يوازې ښځينه وو ته رايه ورکوو که چېرې هم په اړه مو يې معلومات نه لرل.

د دې هېواد د ښاروالۍ لومړۍ ټاکنې په ۲۰۰۵ کال او دوهم ځل بيا په ۲۰۱۱ کال کې ترسره شوې چې يوازې نارينه وو په کې برخه اخيستې وه.

ورته مطالب