'اسرائیلو له اکتوبر راهیسې ۲۴۰۰ فلسطینیان نیولي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption په اسرائیلي زندانونو کې د فلسطیني بندیانو شمېر نژدې اوو زرو کسانو ته رسېږي، چې ۴۳۰ پکې کم عمره ماشومان او څلوېښت ښځې دي.

د فلسطیني بندیانو او خوشي شویو د چارو یوې اړوندې ادارې ویلي، اسرائیلي ځواکونو له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې لږترلږه ۲۴۰۰ فلسطینیان د زندان تیارو ته اچولي دي.

دغه اداره وايي، نیمايي نیول شوي فلسطینیان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بندیانو د چارو اړوندې ادارې د فلسطیني ولس لپاره د نړیوالو چټک ملاتړ چمتو کولو غږ کړی، په تېره بیا هغه بندیان او بندیانې چې د اسرائیلو په زندانونو کې بې برخلیکه پراته/پرتې دي.

له فلسطیني ولس سره د نړیوالې خواخوږۍ په مناسبت، ملګرو ملتونو ویلي، د اسرائیلو په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند او ناوړه شکنجې او د بشر ضد جرمونو په اړه باید هلته یو څېړونی نړیوال پلاوی واستول شي.

ملګري ملتونه وايي، اسرائیلو پخپلو کړنو کې د ملګرو ملتونو میثاق، نړیوال قوانین او ټول بشري دودونه تر پښو لاندې کړي دي.

ټینګار یې دا دی چې د اسرائیلو حکومت د فلسطیني ولس په حق کې د ډله ییزې ځورونې او شکنجې وسیلې کاروي، او په ټولو سیمو کې په پراخه کچه فلسطینیان نیسي، چې په ډېری نیول شویو کې فلسطیني ماشومان هم دي.

ملګري ملتونه وايي، اسرائیلو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د فلسطینیانو نیولو ته دوام ورکړی، چې هلته د نامشخص جرم په تور د نیول شویو فلسطینیانو شمېر تر پنځو سوو کسانو اوړي، چې ډېری یې کم عمره ماشومان دي.

د انځور حقوق
Image caption ملګري ملتونه وايي، اسرائیلو پخپلو کړنو کې د ملګرو ملتونو میثاق، نړیوال قوانین او ټول بشري دودونه تر پښو لاندې کړي دي.

په اسرائیلي زندانونو کې د فلسطیني بندیانو شمېر نژدې اوو زرو کسانو ته رسېږي، چې ۴۳۰ پکې کم عمره ماشومان او څلوېښت ښځې دي.

ورته مطالب