اوباما: اقلیمي بدلون لوی، کوچنی، غریب او بډای نه پېژني

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر بارک اباما د اقلیم د بدلون په تړاو پاریس کې سرمشریزه غونډه کې وویل چې هېڅ هېواد، نه کوچنی نه لوی، نه شتمن او نه هم بډای د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خوندي نه دی.

د ۱۹۵ هېوادونو مرکچیان به په دوو اونیو کې هڅه وکړي د خبرو اترو له لارې سره یوې موافقې ته ورسېږي چې له مخې یې وکړی شي د چاپېریال ککړوونکو ګازونو کچه ټيټه کړي او نړیواله تودوخه کابو کړي.

د انځور حقوق Reuters

په دغه کنفرانس کې چې COP21 بلل کېږي د ۱۴۷ هېوادونو مشران خبرې کوي چې تر ټولو د ډېرو ګازونو ټولیدوونکو هېوادونو مشرانو لکه چین،امریکا او روسیې خپلې خبرې واورولې.

ولسمشر اوباما له ټولو وغوښتل چې یوې ګټورې موافقې ته سره ورسېږي ځکه چې "راتلونکی نسل په تمه دی".

د روسیې ولسمشر ولادېمير پوتین وویل " موږ وښودله چې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ پر چاپېریال هم خیال ساتو ".

د چین ولسمشر شي جن پنګ بیا وویل دی فکر نه کوي چې د پاریس غونډه دې د " پای ټکی وي، دا د پیل ټکی دی " او ادامه به لري.

د انځور حقوق AFP

مخ پر ودې هېوادونه له صنعتي هېوادونو غواړي چې د ککړو ګازونو د تولید د کمولو په برخه کې دې ډېره ونډه واخلي ځکه چې د هوا په ککړولو کې هم د دوی ونډه تر نورو ډېره وه.

خو شتمن هېوادونه ټینګار کوي چې فشار باید پر ټولو په مساوي ډول ووېشل شي.

د انځور حقوق arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په غونډې کې ګډ‌ون کړی چې ټاکل شوې ده د اقلیمي بدلون د مسالې تر څنګ، د خپل سفر په ترڅ کې د ګاونډي هېواد پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم په پاریس کې لیدنه وکړي.

د انځور حقوق Reuters

پرهمدې مهال، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې سلګونو زرو کسانو د اقلیمي بدلون لپاره د لا ډېرو چټکو ګامونو اخیستو په پلوۍ لاریونونه کړي دي.

ورته مطالب