يو ځای د سندرې ويلو نړيوال ريکارډ

د انځور حقوق Getty

په ترکمنستان د سندرو يوه پروګرام کې زر ګونو کسانو د يو ځای سندرې ويلو نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی.

له ٤٠٠٠ زيات کسان تر يوې خيمې لاندې راغونډ شوي وو او د "فارورډ اونلي فارورډ" په نامه سندره يې يو ځای وېله.

په دغه غونډه کې يو لوی ټلويزيوني سکرين هم لګول شوی و چې د ويډيو په بڼه يې د دې هېواد ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف له خوا جوړه شوې سندره ښودله.

د يو ځای سندرو ويلو ريکارډ د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې جوړ شوی و.

دا پروګرام "له ولسمشر سره د ملاتړ" لپاره ترتيب شوى وو.

د "ګينيز اف ورلډ ريکارډ" يوې قاضي سيده سوباسي د دغي کړنې وروسته د ترکمنستان حکومتي ټلويزيون ته ويلي "ما د ترکمنستان خلکو کې له وطن سره زياتېدونکې مينه وليدله چې يو ځای په يوه دمه د هېواد د ولسمشر له خوا جوړه شوې سندره وايي"

د ترکمنستان ولسمشر له دې وړاندې هم د موټرو د ځغاستې او سورلۍ په يو شمېر پروګرامونو کې برخه اخيستې وه.

د قربان قلي بيردي محمدوف ليکل شوی شعر "فارورډ اونلي فارورډ" اګست مياشت کې خپور شوی و چې بيا ورته د ترانې بڼه ورکړل شوه.