د ښځو د حقونو وتلې مراکشۍ فعاله فاطمه مرنیسي ومړه

المرنیسي د انځور حقوق .
Image caption المرنیسي د دوشنبې په ورځ د رباط روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړه.

د مسلمانو مېرمنو د حقونو مشهوره مدافعه، لیکواله او ټولنپوهه فاطمه المرنیسي د ۷۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړه.

المرنیسي تر ډېره په عربي او اسلامي نړۍ کې د بشري حقونو او دیموکراسۍ په اړه لیکنې کولې.

د هغې تر ټولو مشهور کتاب (د حجاب تر شا) دی، چې د ښځې له نظره یې اسلام ته رڼا پکې اچول شوې ده، دې پخپل کتاب کې د دودیزو بشري څرګندونو او نر سالارۍ نیوکې کړې دي.

المرنیسي د دوشنبې په ورځ د رباط روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړه.

د مراکش ټولنپوهې او د المرنیسي ملګرې سمیه نعمان جسوس ''ایفي'' خبري آژانس ته ویلي'' المرنیسي هغه لومړی مېرمن وه چې په زړه ورتیا یې هره مساله شاربله او ګڼې محرمې قضیې او موضوعات یې څرګندل کړل''.

د انځور حقوق

ګڼو لیکوالو د مراکش پر دغې وتلې څېرې غمشریکي ښوولې ده، مراکش الاصله امریکایۍ لیکوالې لیلا لامي پر خپلې ټولنیزې پاڼې لیکلي ''سربېره پردې چې المرنیسي یوه تکړه عالمه وه، هغه یوه ښه او سخي ښځه هم وه''.

المرنیسي پخپلو لیکنو کې د اسلام د خپرېدو په لومړي پړاو کې د ښځو پر مهم سیاسي رول رڼا اچولې وه، او خپلو لیکنو ته یې د ''په اسلام کې هېرې شوې مَلِکې'' نوم ورکړ.