ډېری مېندې، پلرونه ماشومانو سره د ذهني روغتیا په اړه خبرې نه کوي

د انځور حقوق
Image caption دا باید د بدلون نسل شي، ځکه د رواني ناروغیو تجربه د هر ټولګي په دریو ماشومانو کې معمول دي سوباکر

د یوې سروې پایلې ښيي، چې انګلستان کې له نیمايي ډېر مېندې، پلرونه له خپلو ماشومانو سره د خواشینۍ، بې کرارۍ یا ژور خفګان په اړه خبرې نه کوي.

دغه سروې کې له ۱۱۰۰ کسانو پوښتنې شوې، چې وايي ۵۵ سلنه یې له خپلو ماشومانو سره د دغو موضوعګانو پر سر له سره نه دي غږيدلي.

د یادې سروې پایلې د هغه کمپاین لړ کې خپرې شوې، چې د عامې روغتیا وزارت په مرسته د رواني ناروغیو په اړه د خبرو لړ کې د یو ډول شته شرم له منځه وړلو لپاره پیل شوی دی.

د سروې پایلې دا هم ښيي، چې ۴۵ سلنه مېندې پلرونه له دې کبله په دې اړه خبرې نه کوي، چې د دوی په اند رواني روغتیا ''مهمه موضوع'' نه ده.

کمپاین کې ادعا شوې، چې له هرو لسو نه یو ځوان کس د رواني ناروغیو له تجربې تېریږي. د بدلون مهال په نوم کمپاین مشره سوباکر وايي:

''دا باید د بدلون نسل شي، ځکه د رواني ناروغیو تجربه د هر ټولګي په دریو ماشومانو کې معمول دي. زموږ څېړنه ښيي، چې د رواني ناروغیو په اړه خبرې کولو ته اوس هم ډېری مېندې پلرونه او خپله ځوانان په عجیب نظر ګوري او موږ باید په ښوونځیو کې، پر ټولیزو رسنیو او په پراخو ټولنیزو برخو کې دغه نظر بدل کړو.''

له دې مخکې تېره میاشت یوې سروې کې جوته شوه، چې ۶۲ سلنه ځوانانو د ژور خفګان په اړه پر انټرنېټ لټون کړی و.

د انګلستان لپاره د ماشومانو کمشنرې انې لونګفیلډ په خبره ځوانان ډاکټر ته د رواني ناروغیو په تړاو د مشورې کولو لپاره ورتلو کې پر ځان باوري نه دي.