''تاج محل د هندوانو عبادت ځای نه و''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له څه مودې راهیسې تاج محل د ناندریو ښکار دی، خو لومړی ځل د هند حکومت دې لړ کې څرګندونې کړې

د هند حکومت د دغه هېواد محکمې ته ویلي داسې هېڅ ثبوت یې نه دی موندلی، چې ګواکې مخکې د تاج محل پر ځای د هندوانو کوم عبادت ځای ودان و.

دغه څرګندونې د هند اطلاعاتو او کلتور وزیر مهېش شرما د دوشنبې په ورځ د هند پارلمان ته خبرو کې کړې.

د نوموړي په خبره د یو شمېر وکیلانو عریضي ته ځواب کې په لیکلې بڼه محکمې ته دغه راز ویل شوي دي.

په عریضه کې ویل شوي وو، چې تاج محل باید د هندوانو عبادت ځای وبلل شي، ځکه وايي دا پخوا د هندوانو یو عبادت ځای و.

په درخواست کې دا غوښتنه هم شوې، چې تاج محل ته باید د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي او هندوانو ته پکې د عبادت کولو اجازه ورکړله شي.

د انځور حقوق AP
Image caption هندي چارواکي وايي، پر سیلانیانو کوم اغیز نه دی شوی

د هند اطلاعاتو وزیر وايي د تاج محل د عریضې په اړه معلومات لري، خو وايي داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې ګواکې دا په هندوانو پورې کوم تړاو لري.

له دې مخکې د هند لرغونو اثارو ادارې هم هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې په ۱۷ پېړۍ کې د مغولو دغه ودان شوی شاهکار په هندوانو پورې تړاو لري.

مهېش شرما وايي حکومت د دغې ادعا له کبله د تاج محل سیل ته ورتلونکو کې کوم منفي اغیز نه دی لیدلی.

څه موده مخکې یوه ناندریز مورخ دغه بحث پیل کړی و او یو شمېر توکمپالو دې لړ کې څرګندونې کولې.

دوی وايي دغه ودانیز شاهکار د هندوانو د هغه عبادت ځای یوه برخه ده، چې هندو واکمن جې سینګ ودان کړی و.