مونټينيګرو ته د ناټو د غړيتوب بلنه

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه ښيي د ناټو د غړي په توګه د مونټينيګرو پر سر خبرې کېدای شي تر يوه کال پورې وخت واخلي

ناټو له مونټينيګرو غوښتي چې د دې پوځي ډلې غړې شي. دا په تېرو شپږو کلونو کې لومړې ځل وي چې يو هېواد دغه سازمان ته د غړيتوب لپاره بلل کېږي.

د ناټو سرمنشي ينس سټالټنبرګ وايي دا یوه "تاريخي پرېکړه" ده.

له دې وړاندې روسيې څو ځله په ناټو کې د مونټينيګرو پر غړيتوب نېوکه کړې وه او دا يې د بلقان لوېديځ کې د سولې لپاره يو ګواښ بللی و.

د ناټو دېپلوماتان وايي د دې کار په ترسره کولو یې روسيې ته پيغام استولی چې "دغه هېواد نشي کولای د ناټو پراخوالي لپاره خنډ جوړ کړي."

د روسيي د بهرنيو چارو وزارت ويلي په ناټو کې د مونټينيګرو غړيتوب به يو لوی او جنجالي پیغام وي.

راپورونه ښيي د ناټو د غړي په توګه د مونټينيګرو پر سر خبرې کېدای شي تر يوه کال پورې وخت واخلي.

په ناټو کې د مونټينيګرو غړيتوب ۱۶ کال وروسته د ناټو له خوا د کوسوو په جنګ کې له بمبارۍ وروسته رامخې ته کېږي. هغه مهال دا هېواد د پخوانۍ يوګوسلاويا برخه وه.

البانيا او کروشيا په ۲۰۰۹ کال کې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړی و او دا ختيځې اروپا ته د ناټو د پراخېدو نوې پېښې وې.

ناټو له شمالي امریکا او اروپا څخه ۲۸ غړي هېوادونه لري. که چېرې د ناټو پر يوه غړي هېواد کوم بل هېواد يرغل وکړي د ناټو ټول هېوادونه به يې پر وړاندې درېږي.

مومنټينيګرو يو غرنى هېواد دی چې شاوخوا ۶۵۰ زره نفوس او کوچنۍ دوه زره کسيز پوځ لري.

ورته مطالب