د هند چنائي ښار سختو سیلابونو لاندې کړی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښار مهم سړکونو تر اوبو لاندې دي او ښوونځي د ۱۷ ورځې لپاره تړلي دي

د هند سویلي چنايي ' مدراس ' ښار کې د ګڼ باران له کبله زورور سیلابونه راختلي، چې له کبله یې الوتنې، د اورګاډو تګ راتګ لغوه شوي او سلګونه کسان بې برېښنا شوي دي.

له دوه ورځنیو ګڼو بارانونو وروسته په سیمه کې زرګونه خلک ایسار پاتې دي، چې د ایستلو لپاره یې پوځیان لېږل شوي دي.

له تېرې میاشتې راهیسې تامل ناډو ایالت کې لږ تر لږه ۱۸۸ کسان بې درکه دي او دا معلومه نه ده، چې ایا سیلابونو کې وژل شوي که څنګه. په بنګال خلیج کې د دوپ له کبله ساحلي سیمو کې ګڼ بارانونه شوي دي.

تېره میاشت دغه ښار کې تر یوې اونۍ پورې پرلپسې باران واورید.

دوه ورځني تازه بارانونه د دې لامل شول، چې د هوايي ډګر ځغاست کرښې او کیرړ شویو سیمو ته د پنجشنبې په ماښام د سیلابي اوبو رسېدو له کبله سملاسي الوتنې لغوه شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هوايي پېژندنې ځايي ادارې راتلونکو دریو ورځو لپاره د لا ګڼو بارانونو اورېدو وړاندوینه کړې ده

رپوټونو کې ویل شوي، چې نژدې ۴۰۰ مسافر په هوايي ډګر کې ایسار پاتې دي او ټولې الوتنې لغوه شوې دي.

له هغه وروسته، چې پټلۍ یې اوبو لاندې کړې له لسو د ډېرو اورګاډو تګ راتګ هم لغوه شو. پوځیان او د بېړنیز حالت پر مهال د غبرګون ځواک غړي په ځانګړې توګه د ښار سویلي ځنډو کې د ایسارو کسانو را ایستلو لپاره هلې ځلې کوي.

د ښار بېلو برخو کې وايي ۶۰ سلنه برېښنا پرې شوې ده. د ښار مهم سړکونو تر اوبو لاندې دي او ښوونځي د ۱۷ ورځې لپاره تړلي دي.

په شيږو سیمو کې د بارانونو له کبله ښوونځي او پوهنځي تړلي پاتې دي. په تامبارام سیمې کې د یوه روغتون ناروغان هغه مهال بهر ته وایستل شول، چې ودانۍ ته یې اوبه ننوتې.

ځايي اوسېدونکي د ټولیزو رسنیو له لارې هغو کسانو ته د سرپناه، خوړو او ګرځنده ټیلیفونونو د چارجولو مرستو وړاندیزونه کوي، چې له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

د هوا پېژندنې ځايي ادارې راتلونکو دریو ورځو لپاره د لا ګڼو بارانونو اورېدو وړاندوینه کړې ده.