د بريتانيا جېټ الوتکو سوريه کې هوايي بريدونه پيل کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د بريتانيا دوې تورناډو جنګي الوتکې له قبرسه د بمبارۍ په موخه سوریې ته والوتې

د برتانیا جنګي جېټ الوتکو تر هغه وروسته په سوریه کې پر اسلامي دولت نومې ډلې هوایی بریدونه پیل کړل چې د دې هېواد پارلمان د داعش ډلې پر ضد د هوایی برید اجازه ورکړه.

د هوايي بريدونو په اړه ۳۹۷ استازو د دې وړاندیز په پلوۍ او ۲۲۳ پارلماني غړو مخالفه رایه ورکړه. په پای کې تر لس ساعته بحث وروسته رایه واچول شوه او پر سوريه د هوايي بریدونو ترسره کول ومنل شول.

وړاندې د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون ويلي و، دا هوايي برید به د برتانیا خلک خوندي کړي او د جګړې په ډګر کې به هغو ته ګټه ورسوي چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي.

ښاغلي کامېرون د دغو څرګندونو په کولو سره د پارلمان غړو ته قناعت ورکړ چې وړاندیز ته یې مثبته رایه ورکړي.

د بريتانيا دوې تورناډو جنګي الوتکې له قبرسه د بمبارۍ په موخه سوریې ته والوتې.

خو اپوزېسيون، کارګر ګوند مشر جیریمي کوربین وویل په بریدونو کې به بېګناه ولسي وګړي ووژل شي او د حکومت ستراتيژي یې هم تر پوښتنې لاندې راوسته.

نوموړي وویل د لومړي وزیر وړاندیز یې ځکه قناعت حاصل نه کړ چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ له ځان سره نه لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بريتانيا حکومت دا ګام د پارلمان له تاييد وروسته پورته کړ

د بريتانيايي پارلمان بهر سلګونو کسانو قهرجن احتجاج وکړ.

دوی ویل نظر يې بايد په پام کې ونیول شي او پر سوریې دې برید نه کوي، ځکه په برید کې به بیګناه خلک ووژل شي.

۱۰۰ امريکايي پوځيان

پر همدې مهال د امریکا پوځ د اسلامي دولت ډلې پر ضد په عراق کې د ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه نور جزییات ورکړي دي.

د پوځ ویاند وویل، دا ځواکونه به شاوخوا ۱۰۰ کسان وي او په عراق او سوریه کې به داعش په نښه کوي.

د سې شبنې پر ورځ د دې پلان تر اعلان وروسته د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وویل، په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو غوښتنه نه ده شوې خو دایې هم رد نه کړه چې د ده حکومت باید د داسې ځواکونو ځای پر ځای کول ومني.

ورته مطالب