جرمني د 'اسلامي دولت' ډلې ضد عملياتو ملاتړ وکړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني به سيمې ته کشفي الوتکې، يوه سمندري بېړۍ او ۱۲۰۰ سرتېري واستوي

د جرمني پارلمان رايه ورکړه چې هېواد يې کولای شي د امريکا په مشرۍ ايتلاف ته چې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي پوځي ملاتړ برابر کړي.

د پارلمان غړو ويلي، جرمن سرتيري د دې اجازه نه لري، چې مخامخ له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه کې ښکېل شي.

وکيلانو د جرمني حکومت دغه پلان د ۱۴۶ رايو په مقابل کې په ۴۵۵ رايو تاييد کړ.

جرمني به سيمې ته کشفي الوتکې، يوه سمندري بېړۍ او ۱۲۰۰ سرتېري واستوي.

دغه رايه اچونه د پاريس له بريدونو وروسته د فرانسې د غوښتنې پر بنسټ کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ د بريتانيا جېټ جنګي الوتکو وروسته له هغې په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې هوايي ګوزارونه پيل کړل، چې پارلمان يې اجازه ورکړه.

ګومان دا دی چې جرمني هم اوس د اسلامي دولت ډلې له لوري هدف دی او وکیلان غواړي چې له فرانسې سره خپل يووالی وښيي.

دا په بهر کې د جرمني تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي.

وړاندوينه دا ده چې د يو کال لپاره به د دغه ماموريت لګښت ۱۴۶ ميليون ډالر وي.

ورته مطالب