چاد: دريو ځانمرګو بريدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption څو مياشتې وړاندې په زرګونو کسان د بوکوحرام ډلې له امله کولفوا ټاپو ته تښتېدلي وو

امنيتي چارواکي وايي د دريو ځانمرګو چاودنو له امله د چاد جهيل په يوه وچه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي. د اسوشيټډ پرېس خبري اژانس په وينا دغو بريدونو کې شاوخوا ۹۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

دغه چاودنې د کولفوا په وچه کې چې د چاد او نايجريا هېوادونو تر منځ پرته ده په يوه بازار کې شوې دي.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د راپورونه له مخې د اسلامپالې بوکوحرام ډلې له امله په سیمه کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د پوليسو يوه وياند د اسوشيټډ خبري اژانس ته ويلي چې دريو ښځينوو دغه ځانمرګي بريدونه په کولفوا ټاپو کې ترسره کړي دي.

څو مياشتې وړاندې په زرګونو کسان د بوکوحرام ډلې له امله دغه ټاپو ته تښتېدلي وو.

د بوکوحرام ډله د نايجريا په شمال او ختيځ کې فعاليت لري، خو دغې ډلې په ګاونډيو هېوادونو چاد، کامرون او نايجر کې هم يو لړ بريدونه ترسره کړي دي.

څو مياشتې وړاندې د چاد پوځ له نايجريا سره د بوکوحرام ډلې څخه د ځينو سيمو په نيولو کې مرسته کړې وه.

د بښنې نړيوالې ادارې په وينا له ۲۰۰۹ کال راهيسې په نايجريا کې د بوکو حرام ډلې د جګړو له امله نژدې ۱۷۰۰۰ کسان چې ډېری يې ولسي وګړي دي وژل شوي.