بريتانيا کې د سېلابونو له امله سلګونه خلک بې کوره شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ځينو سيمو کې د بارانونو او سېلابونو له امله اورګاډي بند شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي

بريتانيا کې د بارانونو او سېلابونو له امله يو لړ زيانونه اوښتي دي. دغه سېلابونه د انګلستان په شمالي برخو او سکاټلنډ کې راغلي دي.

د راپورونو له مخې د تېزو بارانونو او سېلاب له کبله په سلګونو کورونه تر اوبو لاندې شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې بې کوره شوي دي.

تراوسه هم د بريتانيا په ځينو برخو کې د نور باران او سېلابونو وېره شته.

د دې هېواد د سېلابونو وزير وايی په "لويه اندازه ډېر تېز بارانونه" اورېدلي دي چې ځايي خلکو ته يې ډېر زيان اړولی دی.

په ځينو سيمو کې د بارانونو او سېلابونو له امله اورګاډي بند شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون ويلي، پوځ د مرستي رسولو لپاره زيانمن شويو سيمو ته تللی دی.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق PA