زورورې زلزلې د تاجيکستان غرنۍ سيمې ولړزولې

Image caption د زلزلې ټکانونه په افغانستان، پاکستان او هند کې هم حس شوي دي

د رېختر په کچه ۷،۲ درجې زلزلې د تاجيکستان غرنۍ سميې ولړزولې.

دغې زلزلې په پلازمېنه دوشنبه کې ويره خپره کړه، چې له امله يې ښوونځي رخصت کړای شول.

تر اوسه د زلزلې له امله د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د زلزلې مرکز ۱۱۰ کيلومتره لويديځ لوري ته د مرغاب په ښار کې و او د ځای د لريوالي له امله جزييات ډېره په کرار کرار ورکول کېږي.

د زلزلې مرکز ۲۹ کيلومتره تر ځمکې لاندې ښوول شوی دی.

د زلزلې ټکانونه په افغانستان، پاکستان او هند کې هم حس شوي دي.

په هند، پاکستان او افغانستان کې خلک له خپلو کورونو ووتل او په ځينو سيمو کې د زلزلې سختو ټکانونو ودانۍ ولړزولې.

ورته مطالب