عراق: که ترکيه سرتيري نه باسي 'م م ته به شکايت' وکړي

د انځور حقوق AP
Image caption ترکيې د بعشيقه ښارګوټي ته سلګونه سرتېري استولي، چې د اسلامي دولت ډلې داعش پر وړاندې جګړه کې د عراق کردي ځواکونو ته روزنه ورکړي

عراق ترکيه ګواښلې که په ۴۸ ساعتونو کې دننه په شمالي ښار موصل کې ځای پر ځای کړي ترکي سرتېري و نه باسي، ملګرو ملتو ته به شکايت وکړي.

بغداد وايي د ترکي سرتېرو دا ځای پر ځای کېدنه پرته له سلا مشورې شوې او د عراق له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده.

د ترکيې لومړي وزیر احمد داود اوغلو له دې اقدام ننګه کړې، ويلي يې دا د سرتېرو عادي ځای پر ځای کېدل دي.

موصل له تېر کال راهيسې د اسلامي دولت ډلې چې په داعش مشهوره ده، تر ولکې لاندې دی.

ترکيې د بعشيقه ښارګوټي ته سلګونه سرتېري استولي، چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې د عراق کردي ځواکونو ته روزنه ورکړي.

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي په يوه خبر پاڼه کې ويلي: ''که ترکيه په ۴۸ ساعتونو کې دننه خپل سرتېري و نه باسي،عراق د ملګرو ملتو امنيت شورا ته د ورتلو په ګډون حق لري ټول غوراوي وکاوري.''

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د عراق لومړي وزير ته په يوه ليک کې ژمنه کړې چې عراق ته به نور سرتېري نه استوي، خو دا موافقه يې نه ده کړې چې له عراق نه به سرتېري باسي.

شنونکي وايي ترکيه په عراق کې خپلواکې کردي سيمې سره له نژدې اړيکو خوند اخلي، خو پر پوله له سوري کردي ډلو سره تربګني پالي.

ورته مطالب