ليبيا کې ښکېلې غاړې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلې دي

د انځور حقوق AFP
Image caption له هغه راهيسې چې د معمر قذافي واکمني نسکوره شوه، په ليبيا کې سيالې ډلې په خپلو منځو کې کېوتې

په ليبیا کې د دوو سیالو پارلمانونو استازي د دغه هېواد د سیاسي کړکېچ د اواري په موخه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.

دواړو غاړو دغه جوړجاړی یو تاریخي بری بللی دی.

په تونېس کې د غونډې پر مهال د نړیوالو له خوا د لیبیا په رسمیت پېژندل شوي پارلمان غړو د عمومي ملي کانګرس په نامه پارلمان له استازو سره د روغې جوړې د اصولو په نامه هوکړه لاسلیک کړه.

د رسمي پېژندل شوي پارلمان یوه استازي ابراهیم آمیش وویل، دا موافقه به د ملي یووالي حکومت جوړېدو ته لاره اواره کړي.

دا هوکړه په لېبیا کې د ملګرو ملتونو له منځګړیتوبه په جلا ډول شوې، خو د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو استازي مارټېن کوبلر دا د پرمختګ لپاره یو ښه پیل بللی دی.

ټاکل شوې ملګري ملتونه راتلونکې اوونۍ په روم کې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب وکړي.

د دې هوکړې له مخې، تابیا شوې چې د دوو کالو په موده کې په لیبیا کې د څو حکومتونو پر ځای د 'یوه' حکومت لپاره او د ټاکنو تر سره کېدو ته لاره اواره شي.

له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر مياشت کې د معمر قذافي واکمني نسکوره شوه، په هېواد کې شته ملېشې د ليبيا پر بېلابېلو برخو واکمني کوي.

ورته مطالب