سوريه: د امريکا په مشرۍ ايتلاف هوايي بريد کې درې سرتېرې وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوريې د بهرنيو چارو وزارت دغه کړنه غندلې او بريد يې يو "شرموونکی يرغل" ګڼلی دی.

د سوريې حکومت وايي د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د دې هېواد پر يوه پوځي اډه هوايي بريد کړی چې له امله يې درې سرتېرې وژل شوي دي.

د سوريي چارواکي وايي جنګي الوتکو ديرالزور ولايت پر پوځي اډه يو شمېر توغندي توغولي. د دغې سيمې ډېری برخې د "اسلامي دولت" یا د داعش ډلې تر کنټرول لاندې دي.

بل خوا د امريکا پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو وياند دغه پېښه ردوي او وايي دوی له پوځي اډې سره نژدې هېڅ کوم بريد نه دی ترسره کړی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت دغه کړنه غندلې او بريد يې يو "شرموونکی يرغل" ګڼلی دی.

د وزارت چارواکي وايي تېره شپه د ايتلاف څلور جنګي الوتکو په دغه پوځي اډه نهه توغندي ويشتلي چې په ترڅ کې يې د دوی درې سرتېرې وژل شوي او لږ ترلږه ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي په دغه بريد کې درې زغره وال ګاډي، څلور پوځي موټر، يو شمېرې درنې او سپکې وسلې له منځه تللې دي.

ايتلافي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهيسې د دمشق د چارواکو له همغږی پرته سوريه کې د "اسلامی دولت" ډلې پر وړاندې هوايي بريدونه ترسره کوی.

بل خوا د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر څلور ښودلی.