عراقي ځواکونو د رمادي ښار يوه مهمه سيمه بېرته نيولې ده

د انځور حقوق AFP
Image caption رمادي ښار تېره مۍ مياشت د "اسلامی دولت" ډلې له خوا د يوې جګړې په ترڅ کې نيول شوی و

چارواکي وايي عراقي ځواکونو د رمادي ښار يوه مهمه سيمه له "اسلامی دولت" نومې ډلې بيرته نيولې ده، دوی وايي د تاميم جنوبي برخې يې له سختې جګړې وروسته د نوموړې ډلې له جنګياليو پاکې کړې دي.

عراقي ځواکونه او ملېشې له تېرو څو مياشتو راهيسې د رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره تياري نيول او په وروستيو کې يې د دغې سيمې له اوسېدونکو غوښتي وو چې د ښار له منځه ووځي.

رمادي ښار تېره مۍ مياشت د "اسلامی دولت" ډلې له خوا د يوې جګړې په ترڅ کې نيول شوی و، چې دا د عراقي ځواکونو لپاره يوه لویه ماته وه.

عراق کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې يوه وياند صباح النعماني د اسوشيټډ پريس خبري اژانس ته ويلي، "له هغه وروسته چې عراقي ځواکونو په تاميم سيمه عمليات پيل کړل، اسلامی دولت ډلې، له جنګ او يا تسليمېدو بله لار نه لرله دوی ټول له منځه ولاړل."

د انبار ولايت د پوليسو مشر هم د تاميم سيمې د بېرته نيولو خبر تاييد کړی دی.

تېره اوونۍ د امريکا استخباراتو پخواني مشر او د ځانګړو ځواکونو د قطعي مخکيني قومندان مايک فلاين ويلي وو، پر عراق د امریکا يرغل د "اسلامي دولت" ډلې د راپورته کېدو لامل شو او امریکايانو د سپټمبر ۱۱ له پېښو وروسسته کم "عقلانه" کړنې وکړې.

نوموړې ډله د عراق او سوريې ځينې برخې تر ولکې لاندې لري چې هلته د حکومتونو او ځينو نورو ډلو پر وړاندې جنګېږي.

ورته مطالب