پي ای اې، به د راتلونکی کال تر جولای مياشتې وپلورل شي

Image caption د پاکستان هوايي شرکت له څه مودې په تاوان کې دی

پاکستاني چارواکي وايي د دې هېواد هوايي شرکت (پي ای اې) به د راتلونکي کال تر جولای مياشتې پورې و پلورل شي.

د فرانسي خبري اژانس سره په خبرو کې د دې هېواد وزير محمد زبير وايي د پاکستان هوايي شرکت د خرڅولو پرېکړه يې د مالي زيان او خرابې ادارې له کبله د رسېدلي تاوان له امله کړې ده.

بل خوا د نوموړي شرکت کارکوونکي د حکومت له دغې پرېکړې ناخوښ دي او نيوکې پرې کوي.

د دې هېواد په پارلمان کې د اپوزسيون ګوند پيپلز پارټي مشر خورشيد شاه د پاکستان حکومت پر دغه پرېکړه نيوکې کوي او وايي په دې ډول پرېکړو کې بايد له دوی هم پوښتل شوي وای.

د پاکستان د هوايي شرکت د پلورلو پر ضد ۱۵ زره کارګرو لاريون کړی.

د کارګرو يو وياند شميم اکمل وايي "د حکومت د دغې پلان پر وړاندې دا زموږ سوله ييز لاريون دی."

بل خوا د خزانې وزير اسحاق ډار له لومړي وزير نواز شريف سره په خبرو کې ويلي، چې د نوموړي شرکت له خصوصي کولو وروسته به يې کارګر پر دندو پاتې شي.