کرزی: با ثباته افغانستان د سیمې د ټیکاو په ګټه دی

حکمت خلیل کرزي وویل، د 'سخت دریځو' پر وړاندې یوموټي دريځ ته اړتيا ده چې په ګډه همکارۍ د خطرونو مخه ونيول شي. د انځور حقوق epa
Image caption حکمت خلیل کرزي وویل، د 'سخت دریځو' پر وړاندې یوموټي دريځ ته اړتيا ده چې په ګډه همکارۍ د خطرونو مخه ونيول شي.

د آسيا زړه هېوادونو کنفرانس د غړو هېوادونو د چارواکو په حضور د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پیل شو. پر چارشنبې به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر نوار شریف د وزیرانو د غونډې پرانیسته وکړي.

د کنفرانس د غونډې پرانیسته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزیر حکمت خليل کرزي وکړه.

د وزيرانو د غونډې پرانیسته به د پاکستان لومړې وزير نواز شريف او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۹ مه) وکړي.

پاکستان وايي غونډه کې به د لسو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي او د هند د بهرنیو چارو وزیره سُشما سوراج هم ګډون لري.

د چارواکو د غونډې د پرانیستې پرمهال د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستیال حکمت کرزي د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د يو ګډ دريځ په خپلولو ټينګار وکړ.

د آسيا د زړه هېوادونو د تنظيم غونډه په داسې وخت جوړيږي چې سيمه د ترهګرۍ او نورو ننګونو سره مخ ده.

هغه زياته کړه چې د "اسلامي دولت" په ګډون د نورو ترهګرو ډلو فعاليتونه د مسالو شدت په ګټه کړی دی.

دغه حالت يوه متحد دريځ ته اړتيا لري چې په ګډه همکارۍ د دې خطرونو مخه ونيول شي.

د انځور حقوق epa
Image caption غونډې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مشاور سرتاج عزيز وويل هېواد به يې افغانستان کې د امن ټينګولو لپاره کار وکړي.‎

ښاغلي کرزي زياته کړه، افغان اداره د ترهګرۍ پرضد په موثره توګه کار کولو ته چمتو ده او دا چې يو پرامن او باثباته افغانستان د ټولې سيمې په ګټه دی.

غونډې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مشاور سرتاج عزيز وويل هېواد به يې افغانستان کې د امن ټينګولو لپاره کار وکړي.‎

د آسيا د زړه هېوادونو غونډه او داسې نورې ناستې د يو خوندي او باثباته افغانستان په يقيني کولو کې مهم رول لوبولی شي.

د کنفرانس موضوع د امنيتي ګواښونو مخنيوي لپاره همکاري زياتول او د آسيا د زړه سيمه کې روابط پياوړي کول دي.

د غونډې په اجندا کې د باور جوړونې لپاره ګامونه اخیستل هم موجود دي.

د انځور حقوق epa
Image caption د وزيرانو د پنځمې غونډې په پای کې به اعلامیه هم خپره شي.

د آسيا د زړه – استانبول بهیر ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان او ترکيې په وړانديز پيل شوی و.

د وزيرانو د پنځمې غونډې په پای کې به اعلامیه هم خپره شي.

ورته مطالب