سعودي عربستان د سریلانکايۍ ښځې د زنا دوسیه بېرته پرانیزي

د انځور حقوق
Image caption د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې د ملګرو ملتونو استازولۍ او سعودي عربستان سفارت مخکې دې لړ کې احتجاجونه شوي وو

د سریلانکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي سعودي عربستان چارواکو منلې، چې د هغې سریلانکايي خدمتګارې مېرمنې دوسیه به بېرته پرانیزي، چې د زنا په تور د سنګسار په سزا محکومه شوې.

پر دغې ۴۵ کلنې مېرمنې اګست میاشت کې له یوه سریلانکايي سړي سره د زنا تور لګېدلي و.

یاده مېرمن د سنګسار په سزا محکومه شوې وه او سړي ته د ۱۰۰ درو سزا اوروله شوې وه.

د یادې مېرمنې د اعدامولو سزا په سریلانکا کې غندله شوې وه او احتجاجونه شوي وو. د مرستیال وزیر هارشا ډي سلوا په خبره د سریلانکا سفارت چارواکي د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان یوه زندان کې د یادې مېرمنې لیدو ته ورغلي وو.

سریلانکا له سعودي عربستان نه غوښتي و، چې دواړه سړی او ښځه وبښي.

لویه بریا

ښاغلی ډي سلوا وايي:

''زموږ د مداخلې له کبله دوی هوکړه کړې، چې دغه دوسیه به له سره پرانیزي. دا یوه لویه بریا ده موږ به له هغې سره قانوني مرسته وکړو.''

مرستیال وزیر رانجن رامانایک زیاته کړه، د سریلانکا حکومت ته د ۲۰۱۵ کال اګست کې له هغه وروسته معلومات ورکړل شول، چې هغه په سنګسار محکومه شوې وه. حال دا چې هغه د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې نیوله شوې وه.

هغه وايي، 'له اسلامي شرعي قانون سره سم باید دغه ډول قضیه کې څلور مسلمان معتبر شاهدان واوسي، خو دغه قضيه کې دغه ډول شاهدان نه شته. دا چې هغه له قانونه ناخبره وه، له بده مرغه تر فشار لاندې راغلې او اعتراف یې کړی دی.'

د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې د ملګرو ملتونو استازولۍ او سعودي عربستان سفارت مخکې دې لړ کې احتجاجونه شوي وو، چې پکې یو شمېر کسانو سعودي عربستان ته د سریلانکايي کارګرو پر استولو د بندیز غوښتنه کوله.

سریلانکا حکومت وايي دوی په تدریجي ډول منځني ختیځ ته د ښځینه کارګرو ليږلو شمېر کموي.