''د ډونلډ ټرمپ څرګندونې 'اسلامي دولت' ډله پياوړې کوي''

د انځور حقوق Getty
Image caption د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه پنټاګون ويلي چې د مسلمانانو پر مخ د پولو تړل به د بنسټپالنې نظريې پر وړاندې د امريکا هڅې زيانمنې کړي

پنټاګون خبرداری ورکړی چې د مسلمانانو پر ضد د ډونلډ ټرمپ څرګندونې کولای شي د متحد ايالاتو ملي امنيت ته زيان ورسوي او د اسلامي دولت ډلې په غوړېدو کې مرسته وکړي.

د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند ويلي مسلمانانو ته بايد امريکا ته د ورتلو اجازه ور نه کړای شي.

د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه پنټاګون ويلي چې د مسلمانانو پر مخ د پولو تړل به د بنسټپالنې نظريې پر وړاندې د امريکا هڅې زيانمنې کړي.

ښاغلی ټرمپ دغه څرګندونې په کاليفورنيا کې له هغه خونړي بريد وروسته کوي، چې يوې مسلمانې جوړې ۱۴ کسان په ډزو ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

خو د پنټاګون وياند پيټر کوک وايي دا ډول خبرې اسلامي دولت نومې ډلې سره چې په داعش مشهوره ده مرسته کوي.

د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو پر ضد په نړيواله کچه سخت اعتراضونه شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له هغو کسانو سره يو ځای شوی چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونې يې غندلې دي.

د اسلامي دولت ډلې جنګيالي په عراق او سوريه کې د امريکا په مشرۍ ايتلاف له لوري بمباري کېږي.

ښاغلي ټرمپ دغه اعلان په کاليفورنيا کې له هغه بريد وروسته وکړ، چې يوې مسلمانې جوړې چې ګومان کېږي سخت دريځي شوي وو د سان بيرناردينو په يوه روغتيايي مرکز کې ډزې وکړې او ۱۴ کسان يې ووژل.

ورته مطالب