د هند پلازمېنه ډیلي کې کوچنی کابل

د انځور حقوق
Image caption . د هند له وېشل کېدو وروسته دغې سیمې ته له پنجاب نه کډوال شوي هندوان راغلي وو، خو اوس پکې ګڼ افغانان لیدل کېږي

د هند پلازمېنې ډيلي مرکزي برخې له ګڼې ګوڼې ډک لاجپت نګر سیمې په یوه برخه کې د افغانستان خورا څرګند رنګ تر سترګو کېږي.

د هند له وېشل کېدو وروسته دغې سیمې ته له پنجاب نه کډوال شوي هندوان راغلي وو، خو اوس پکې ګڼ افغانان هم لیدل کېږي.

د دغې سیمې په هر ګوټ کې د افغانانو پلورنځي، خوړنځایونه او ان د پېسو بدلون هټۍ لیدل کېږي.

هغومره لوحې چې د دغې سیمې دکانونو پر تندي په انګلیسي یا هندي لیکلې دي، له هغې ډېرې په پښتو لیکل شوې دي.

حشمت الله پیرزاده دغې سیمې کې د مشهور ډیلي کابل هوټل څښتن دی، دی وايي دغه سیمه ځکه د کوچني کابل په نوم مشهوره ده، چې وايي دلته راتلونکي افغانان داسې نه محسوسوي، چې ګواکې په یوه پردي هېواد کې ګرځي.وايي د دوی ټولې اړتیاوې دلته پوره کېږي.

دغه سیمه کې داسې ډېر افغانان هم اوسي، چې هند ته کډوال شوي دي. د سیمې په هر ګوټ کې د افغان ځوانانو ډلې لیدل کېږي.

دوی ټوله یوه خوله دي، چې د افغانستان لویه ستونزه نا امني ده، خو دا چې څه باید وشي، په دې اړه یوه خوله نه ښکاري.

د سیلانیانو یو ځوان افغان لارښود، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، 'د افغان ولس هیله خو دا ده، چې هېواد کې سوله راشي، کلونه کېږي، چې خلک خواشیني دي، دوی ټول هیله مند دي، چې سولې سره به زده کړو ته لاره پرانیستله شي، خلک به ارام شي او دا چې له نورو هېوادونو سره به مو اړیکي ښه شي.

یو شمېر دغه افغانان اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس ته هم هیله مند دي.

وحید یو ژباړن دی، چې دلته راتلونکو افغان ناروغانو سره مرسته کوي، دی وايي:

'' اروپا او نورو ټولو ته معلومه ده، چې ستونزه چېرې ده او حل یې څه دی، خو دوی په دې اړه فکر نه کوي، یوازې خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راځي. ۳۰ کاله مخکې روسان وو او اوس امریکایان او اروپایان دي، زه خو فکر کوم تر ۱۰۰ کلونو به همدا لړۍ روانه وي.''

د انځور حقوق
Image caption د سیمې په هر ګوټ کې د افغانانو ډلې لیدل کېږي

دلته د ډېرو نور په څېر وحید هم فکر کوي، چې د افغانستان ستونزو کې د پاکستان او ایران لوی لاس دی او که دوی په شا شي حالت به ښه شي.

وحید خان وايي:

''که د ایران او پاکستان لاسونه له موږ نه لنډ شي زموږ لپاره ښه ده، افغانان کولای شي خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي. ''

دلته مېشت ډېری افغانان په دې باور دي، چې که د لاسوهونو پر ځای یوازې مرستې وشي، افغانستان به وکولای شي پر پښو ودریږي.

حشمت الله وايي:

'' تر ټولو لومړی مسوولیت خپله د افغان حکومت پر اوږو دی، وروسته د چین، پاکستان او هند په څېر ګاونډي هېوادونه هم مسوولیت لري، خو دا چې باید څه وشي تېرو ۵۰ کلونو کې پرې څوک و نه پوهیدل''

په کوچني کابل کې، چې هر چا سره خبرې وکړې، یو څرګند پیغام لري:

'د افغانستان نبض د هند او پاکستان لاس کې دی، دوی ته ناروغي هم معلومه ده او درملنه یې هم.'