د ګمبیا حکومت 'اسلامي جمهوریت' شو

د انځور حقوق AFP

د ګمبیا ولسمشر یحیی جامه خپل هېواد، چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، ''اسلامي جمهوریت'' اعلان کړی دی. ښاغلي جامه ټینګار کړی چې ټولو دینونو ته به اجازه ورکړي چې په آزاد ډول یې پلویان فعالیتونه ولري.

جامه دولتي تلوېزیون ته په وینا کې وویل، د اسلامي جمهوریت اعلانول د هېواد له ''اسلامي ارزښتونو او هویت'' سره برابر کار دی.

د ګمبیا ولسمشر د خپل هېواد د اسلامي جموریت کولو دلیل داسې څرګند کړی چې ''دا چې د هېواد اکثریت وګړي مسلمانان دي، ګمبیا نه شي کولی استعماري قوانینو ته ادامه ورکړي''.

د افریقا ددغه هېواد ولسمشر ټینګار کوي د ټولو دینونو پلویان کولی شي په آزادانه ډول خپل فعالیتونه وکړي او دده دا کار به هېچا ته مزاحمت ونه کړي.

د ګمبیا نژدې ۹۰ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي.

د افریقا په لوېدیځ کې ددغه کوچني هېواد ډېری اقتصاد د توریزم پر صنعت ولاړ دی.

له لوېدیځ سره د ګمبیا اړیکي، چې وړاندې د بریتانیا مستعمره و، په وروستیو کې ترینګلي شوي دي.

اروپايي ټولنې تېر کال له دغه هېواد سره ''د بشري حقونو د ترینګلي وضعیت'' له کبله خپله مالي همکاري ودروله.

یحیی جامه ۲۱ کاله وړاندې د ګمبیا ولسمشر شوی دی.

پر ګمبیا سربېره، ایران،پاکستان، افغانستان او موریتانیا هغه هېوادونه دي چې حکومتونه يې ''اسلامي جمهوریتونه'' دي.

ښاغلي جامه په ۲۰۱۳ کال د همګټو هېوادونو له ملګرتیا خپل هېواد بهر کړ.