عربستان کې په لومړي ځل ښځې رایې اچوي

د انځور حقوق AP
Image caption په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

په سعودي عربستان کې د ښاروالۍ ټاکنې کېږي، چې په لومړي ځل ښځې پکې رایې ورکوي او دغو ټاکنو ته تر ۹۰۰ ډېرو ښځو ځانونه نومولي دي.

که څه هم ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې، خو لاهم پرې د موټر چلولو بندیز دی.

له ټول ټال ۵۹۳۸ کاندیدانو څخه یې ۹۷۸ ښځې دي.

ټاکنیز سیالان د ښاروالۍ په شوراګانو کې د ۲۱۰۰ څوکیو لپاره سیالي کوي، خو ۱۰۵۰ نورو څوکیو ته بیا د پاچا په موافقې ټاکل کېږي.

د ټاکنیزې سیالۍ پرمهال، نوماندو شویو ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې د یوې پردې ترشا خپلو مینه والو ته وینا وکړي، او یا یې پر ځای یو وکیل وغږېږي.

د سلمی الراشد په نامه یوې کاندیدې بي بي سي ته ویلي: ''ښه احساس مو درلود. بدلون یو لوی تور دی، خو ټاکنې زموږ د حقونو د استازیتوب لپاره لاره هواروي''.

دا د سعودي په تاریخ کې د خپل ډول درېیمې ټاکنې دي.

په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

د انځور حقوق Getty Images

د سعودي عربستان مړه شوي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پرېکړه کړې وه.

نوموړي د اصلاحاتو پرمهال ویلي وو ''په سعودي کې ښځو ثابته کړه چې دوی ښه مشوره او رایه لري''.

پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د هېواد د مشورتي عالي شورا ۳۰ ښځینه غړې وټاکلې.

د انځور حقوق
Image caption سعودي کې د ښځو پر موټر چلونې بندیز دوام لري
د انځور حقوق Getty
Image caption پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې ولسي جرګې کې ۳۰ ښځې وټاکلې.