ترکمنستان کې د 'تاپي' ګازو نل لیکې پروژه پرانیستل کېږي

د انځور حقوق
Image caption دا پروژه شاوخوا اته میلیارده ډالره لګښت لري.

د 'تاپي' په نوم د ګازو نل لیکې پروژه نن رسماً په ترکمنستان کې پرانیستل کیږي. د دې پروژې په پلي کېدو سره د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي.

دا پروژه شاوخوا اته میلیارده ډالره لګښت لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ددې نل لیکې د عملي چارو د ګډون په غونډه کې د ګډون لپاره عشق اباد ته تللی دی.

دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلیږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته ځي.

زموږ همکار احمدشاه انګار په خپل راپور کي د دې پروژې اقتصادي ارزښت او د دې پروژې پر وړاندي پرتو ننګونو ته کتنه کړې ده:

دغه د اته ملیارده ډالرو ټاپي پروژې طرحې هوکړه لیک د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا په عشق اباد کې لاسلیک شو.

دغه پروژه په کال کې د ۳۰ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او ددغو څلورو هېوادونو لپاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

افغانستان هیله لري چې د دغي پروژې پلي کېدو سره به هم اقتصادي ګټه وکړي او د سولې او ټکاو څخه برخمن شي.

د انځور حقوق
Image caption دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلیږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته ځي.
د انځور حقوق
Image caption اقتصاد پوهان وايي دا پروژه د پاکستان، ترکمنستان او هندوستان لپاره هم ارزښت لري.

افغان چارواکي وايي دغه پروژه به په دې هېواد کې هر کال ۱۲ زره خلکو ته د کار زمینه برابره کړې، د هغه ترڅنګ د جګړه ځپلي افغانستان د ټیکاو لپاره هم ګټوره بلل کېږي.

اقتصاد پوهان وايي دا پروژه د پاکستان، ترکمنستان او هندوستان لپاره هم ارزښت لري.

خو اصلي موضوع د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې امنیتي ننګونې دي.

افغان حکومت ویلي په دې هېواد کې د دغه نل لیکې د امنیت د ساتلو لپاره به ۷۰۰۰ ځانګړي ځواکونه جوړ کړي، او د دې پروژې شریکانو ته يې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی، خو د کابل پوهنتون استاد سید مسعود وايي د دغې پروژې راتلونکی د پاکستان او هند او افغانستان او پاکستان په اړیکو پورې اړه لري.

که څه هم پاکستان د دې پروژې د بریالیتوب لپاره ډاډ ورکړی، خو ځینې کارپوهان په دې اند دي چې کېدای شي د پاکستان حکومت د ځینو هېوادونو چې ګاز صادروي، تر فشار لاندې راشي او کېدای شي د دې پروژې په بریالیتوب کې همکاري ونه کړي.

د پاکستان د چارو شنونکي بشیر هاتف وايي افغانستان، هندوستان او ترکمنستان باید د ځواکمنو هېوادونو له لارې پر پاکستان فشار راوړي چې په اړه جدي همکاري وکړي.

د انځور حقوق
Image caption دغه پروژه په کال کې د ۳۰ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او ددغو څلورو هېوادونو لپاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

دغه پروژه لکه څنګه چې کارپوهان وايي په سیمه کي مخالفین هم لري، چې له دې ډلې نه ایران دی، دا هېواد تل هڅه کوي پر پاکستان خپل ګاز وپلوري.

د هغه ترڅنګ د طالبانو په څېر سخت دریځې ډلې چې په پاکستان او افغانستان کي فعالیت لري او کولای شي د دې پروژې امنیت وګواښي، خو و به لیدل شي دغه ستره اقتصادي پروژه لکه څنګه چې د څلورو هېوادونو چارواکو ورباندې هوکړه کړې تر ۲۰۱۸ کال پورې بشپړه شي او که نه.

ورته مطالب