اوباما وايي پر داعش له بل هر وخت کلک ګوزارونه کوي

د انځور حقوق EPA
Image caption اوباما وایي نومبر مياشت کې يې د نورو مياشتو په پرتله د دې ډلې پروړاندې ډېر بريدونه ترسره کړي دي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي هېواد يې پر داعش يا "اسلامي دولت" نومې ډلې له بل هر وخت کلک ګوزارونه کوي.

ده په پېنټګان کې د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي، په نومبر مياشت کې يې د نورو مياشتو په پرتله د دې ډلې پروړاندې ډېر بريدونه ترسره کړي دي.

ښاغلی اوباما زياتوي، په تېرو څو اوونيو کې د امريکا پر مشرۍ ايتلاف د نوموړې ډلې يو شمېر مشران وژلي او د تيلو هغه ځايونه يې له منځه وړي چې دې ډلې ترې د عملياتو لپاره د مالي سرچينې په توګه کار اخيسته.

ځينې شننونکی وايي د امريکا ولسمشر غواړي د کليفورنيا له بريدونو وروسته چې ۱۴ تنه په کې وژل شوي وو، خلک غلي او ارام کړي.

کليفورنيا کې دواړه بريدګر سخت دريځي وو، چې بيا د پوليسو له خوا په ډزو و وژل شول.

له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا کله چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر وړاندې عمليات پيل شول تر اوسه پر دغې ډلې ۹۰۰۰ هوايي بريدونه شوي دي.

اوباما وايي داعش۴۰ سلنه خاوره چې يو خت يې په عراق کې تر ولکې لاندې لرله اوس له لاسه ورکړې ده. دی زياتوی "اسلامي دولت" ډلې تر اوسه په عراق او سوريه کې هېڅ کامياب ځمکني عمليات نه دي ترسره کړي.

د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جنګ په اړه اوباما خبرداری ورکړی چې امريکا او ملګري يې "يوه ډېره سخته جګړه په مخ کې لري."

ولسمشر اوباما د دغې ډلې د مشرانو نومونه چې په بريدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي واخيستل، په دغو کې محمد اموازي چې په جهادي جان مشهور و او د لويديځوالو يرغمل شويو کسانو سرونه يې پرېکړي وو هم شامل و.

بريتانيا هم روانه مياشت سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د جګړې ايتلاف سره يو ځای شوې وه او فرانسې هم پر نوموړې ډلې خپلو بريدونو کې زياتوالی راوستلی دی.

د امریکا، بریتانيا، فرانسې او جرمني تر څنګ روسيه هم پر دوی هوايي بريدونه کوي، خو ځينې شننونکي بيا وايي، روسيه ډېری وخت د بشار اسد مخالف یاغيان په نښه کوي.

ورته مطالب