د امریکا کلیفورنیا کې پر دوو جوماتو بریدونه شوي

'بیت السلام' جومات د احمدیه ډلې اړوند دی
Image caption 'بیت السلام' جومات د احمدیه ډلې اړوند دی

د امریکا متحدو ایالتونو کلیفورنیا ایالت په هوتورن مېنه کې پر دوو جوماتونو بریدونه شوي.

پولس وايي، په یوه برید کې جومات ته له کړکیو نه لوګي خپروونکي څیزونه اچول شوي او بهر یې یو ګرنیټ اېښودل شوی.

فدرالي ادارې ویلي، د بریدونو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د هوتورن پولیس وايي د یکشنبې په ورځ یې یو ګواښ ترلاسه کړ، چې وايي د احمدیه ډلې اړوند'' بیت السلام'' جومات بهر یو ماین ځای پرځای کړل شوی دی.

پولیسو له جومات بهر یو لاسي بم پیدا کړ، او د جومات پر اوسپنیزه دروازه په سپین رنګ ''عیسی'' توری لیکل شوی و.

وړاندې، پولیسو ته داسې تیلیفون هم شوی و، چې ګني په ښار کې د اسلامي مرکز پر دروازې ''عیسی غوره لار ده'' توري لیکل شوي وو.

پولیس وايي، بریدونه د شنبې پر شپه شوي، چې اصلي انګیزه یې ''کرکجن جرمونه ګڼل کېدای شي.

د تېرې جمعې په ورځ چارواکو د کارل جیمز دایل په نوم یو ۲۴ کلن کس په دې تور ونیو، چې ګني د کلیفورنیا ایالت پالم سپرینګز مېنې د اسلامي مرکز سوځولو پېښه کې یې لاس درلود.

دایل ته داسې تورونه هم متوجه وو، چې ګني له کرکې ډکو جرمونو ته یې مخه کړې او په لوی لاس یې اور بل کړی.

د دایل په لاس بل شوي اور کوم زیان نه دی اړولی.

ورته مطالب