ايا اروپا به د ټيټ عمر ځوانان له فېسبوک کارولو منع کړي؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د دغه قانون له جوړېدو وروسته به ماشومان د مور او پلار رضايت ته اړتيا ولري

د اروپايي هېوادونو تر ۱۶ کلونو ټیټ عمر ځوانان ښايي د روانې اونۍ تر پایه د فېسبوک، اېنسټاګرام ، برېښنا لیکونو او نورو ټولنیزو شبکو له کارولو منع شي.

اروپايي ټولنه پر داسې وړاندیزونو کار کوي او ارزويي یې چې له مخې یې له ۱۶ کلونو ټیټ عمره ځوانان باید د فېسبوک، انسټاګرام، سنپچټ او نورو ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره باید د مور او پلار رضایت له ځان سره ولري.

په دغو وړاندیزونه کې له وېبپاڼو د معلوماتو ترلاسه کولو عمر له ۱۳ څخه ۱۶ ته د لوړولو غوښتنې شوې دي.

ټولنیزې شبکې به هم د دغه قانون منلو ته ژمنې وي او که سرغړونه ترې وکړي نو جریمه کېږي.

خو ځینو ډلو د دغه ګام غندنه کړې او وايي په دې سره به ځوانان له انټرنټه لېرې او محروم پاتې شي. دوی خبرداری ورکړی چې تر ۱۶ کلونو ټیټ عمره ځوانان ښايي د خپل عمر په اړه دروغ ووايي.

ویل کېږي اوس هم يو شمر ماشومان چې عمرونه يې له ۱۳ کلونو کم دي فېسبوک او دې ته ورته رسنۍ کاروي.

د اروپايي ټولنې هېوادونه نن په دې اړه تصمیم نیسي او که یوې موافقې ته سره ورسېږي نو د مدني ازادیو کمیټې او د اروپا پارلمان څارنوالي او د کورنیو چارو ادارې به یې په اړه رایه اخلي او په پای کې به د اروپا پارلمان په نوي کال کې دغه موضوع رایې اخیستلو ته وړاندې کوي.

د امریکا د ټولنیزو رسنیو ستر شرکتونه د دغه وړاندیز پر وړاندې سختې هلې ځلې کوي.