سوریې بحران: جان کېري د خبرو لپاره مسکو ته تللی

د انځور حقوق EPA
Image caption . داسې تمه کېږي، چې وزیر کېري به ختیځ یوکراین کې د سولې، ثبات په تړاو هم د مسکو سفر کې خبرې وکړي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې کړکېچ ته د سیاسي حل موندلو په موخه د خبرو لپاره مسکو ته تللی.

په پام کې ده، چې نوموړی به دې لړ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.

له اوږدې مودې راهیسې په سیاسي بهیر کې د سوري ولسمشر بشار الاسد د رول په باب د متحدوایالتونو او روسیې تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.

متحده ایالتونه غواړي ولسمشر اسد باید له خپله مقامه لرې شي، خو روسیه بیا وايي، یوازې د سوریې خلک د هغه د برخلیک په تړاو پرېکړه کولای شي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د متحدو ایالتونو پر پالیسۍ نیوکې وکړې، چې په وینا یې '' ترهګر په ښو او بدو ډلو ویشي. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا په مشرۍ اتحاد دمشق کې د چارواکو له همغږۍ پرته سوریې کې هوايي بمباري کوي

روسیه سوریې کې هوايي بریدونه کوي، چې وايي پکې د اسلامي دولت نومي ډلې هدفونه په نښه کوي، خو امریکا بیا وايي روسیان پر منځلارو سوري یاغیانو دې دې لپاره بریدونه کوي، چې خپل متحد ولسمشر بشارالاسد پیاوړی کړی. مسکو دغه تورونه ردوي.

د ۲۰۱۴ کال له سپتمبر راهیسې د امریکا په مشرۍ اتحاد دمشق کې د چارواکو له همغږۍ پرته سوریې کې هوايي بمباري کوي.

روسیې د سوري اپوزیسیون ډلو د خبرو هغه پایله هم رد کړې، چې وايي د سولې خبرو لپاره باید یوه خوله شي، خو ټینګار کوي، چې ولسمشر اسد باید د واک لیږد بهیر کې رول و نه لري.

وزیر کېري هڅه کوي د روانې اونۍ وروستیو کې د سوریې په تړاو هغې غونډې ته زمینه برابره کړي، چې په پام کې ده روانه اونۍ پیل شي.

دې لړ کې د پرمختګ په هکله یو څه شکونه څرګندیږي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې ادعا رد کړې، چې ګواکې د غونډې لپاره مخکیني شرطونه موجود دي.

د ازمایښت په توګه د راتلونکي کال جنورۍ کې د سوري حکومت او مخالفانو تر منځ یې خبرې په پام کې دي.

داسې تمه کېږي، چې وزیر کېري به ختیځ یوکراین کې د سولې، ثبات په تړاو هم د مسکو سفر کې خبرې وکړي.