عراق کې ۲۷ ښکاريان تښتول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د خليجي هېوادونو ښکاريان د کال په دغه فصل کې عراق ته سفر کوي

عراقي چارواکي وايي نامعلومو وسله والو کسانو لږ ترلږه ۲۷ قطري ښکاريان چې د واکمنې شاهي کورنۍ غړي هم په کې شامل دي، د دې هېواد د جنوب په يوه دښته کې تښتولي دي.

د قطر بهرنيو چارو وزارت ويلي په دغه برخه کې به له عراقي چارواکو سره مرسته وکړي.

تراوسه لا نه ده روښانه چې په تښتول شويو کسانو کې د واکمنې شاهي کورنۍ کوم غړي شامل دي.

يوه عراقی چارواکي بي بي سی عربي ته ويلي يرغمل کوونکي چې په ۵۰ موټرو کې سپاره وو، د دغو ښکاريانو د اوسېدو ځای ته ننوتلي او ټول يې له ځانه سره بېولي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي دا يوه قبايلي سیمه ده چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه دي.

دی زياتوي د عراق شيعه سياسي ګوندونه په سوريه کې د قطر پر سياست او د سني ياغيانو پر ملاتړ نيوکې کوي.

پوليسو د يرغمل شويو کسانو د پلټنې او خوشي کولو لپاره په لويه کچه عمليات پيل کړي دي.

د رويټرز خبري اژانس وايي د خليجي هېوادونو ښکاريان د کال په دغه فصل کې عراق ته سفر کوي.

يوه عراقي پوليس ويلي امنيتي ځواکونه له ښکاريانو سره موجود وو، خو د يرغمل کوونکو د زيات شمېر له امله يې له جګړې ډډه کړې ده.

دی وايي لږترلږه ۱۰۰ کسان چې په سپکو او درنو وسله سمبال وو په دغه بريد کې ګډون کړی دی.

ورته مطالب