د یوې پناه وړونکې سفر: "د انسان په سترګه درته نه ګوري"

ارنېسا بول یزمیک کستورا چې په ۲۰۰۲ کې له بوسنیا څخه تښتېدلې بي بي سي ته خپله کیسه کوي چې څرنګه ېې د امریکا په متحدو ایالتونو کې نوی ژوند ودان کړ.

Image caption (ارنېسا بول یزمیک کستورا په ۲۰۰۲ کې له بوسنیا څخه د امریکا متحدو ایالتونوته لاړه)

(ارنېسا بول یزمیک کستورا په ۲۰۰۲ کې له بوسنیا څخه د امریکا متحدو ایالتونوته لاړه)

ارنېسا چې اوس د امریکا د متحدو ایالتونو د آیوا ایالت کې ژوند کوي وايي: "موږ په خطرکې وو- د جګړې په وخت کې زما پلار بندي و او له دې امله تر ګواښ لاندې و چې خلک به هغه د جګړې د جنایتکارانو په توګه وبولي. "

"موږ بېځایه شوي وو او کورمو نه درلود"

ارنېسا په ۲۰۰۲ کې د یوې پناه وړونکې په توګه د امریکا متحدو ایالتونوته لاړه- ۱۲ کلنه وه. د هغې کورنۍ د ۱۹۹۲-۱۹۹۵ جګړې او د یوګوسلاویا له ټوټې کېدو وروسته له بوسنیا وتښتېده.

تېره میاشت په پاريس کې د ترهګريزو بریدونو وروسته، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسي جرګې یو قانون تصویب کړ او په امریکا کې د سوري او عراقي پناه وړونکو د میشت کېدو په اړه ېې محدودیتونه لا نور هم ټینګ کړل. له دې پرېکړې وروسته، ارنېسا په دې فکر کې شوه چې باید خپله کیسه ووايي.

په ټویټر کې د یو لړ لیکنو له لارې ېې خپله کیسه بیان کړه، چې څرنګه ېې د پناه اخیستو لپاره غوښتنلیک وسپاره.

د ټویټر په یوه ټویټ کې، چې له هغې راهیسې څه باندې ۳۰۰۰ ځلي بیا د خلکو له خوا تکرار شوی دی، هغه لیکي: "غواړم تاسو ته د هغې پروسې په اړه ووایم چې څرنګه مې د امریکا متحدو ایالتونو ته پناه یوړه او څومره وخت ېې ونیوه."

ارنېسا بیانوي چې کورنۍ ېې څرنګه باید چارواکو ته خپل اسناد سپارلي واې، مخکې له دې نه چې د ملګروملتونو د مامورینو له خوا ورسره مکررې مرکې وشي.

هغه په ټویټرکې خپلو ملګرو ته وايی: "که تاسو بېځایه شوي یاست، باید د بېځایه کېدو په اړه ثبوت وړاندې کړئ. که کور مو بمباري شوی وي/سوزول شوی وي یا په کې بل چا ځاې نیولی وي."

ارنېسا په خپل پیغام کې وايی چې څرنګه مامورینو له دې څخه هماغه پوښتنې کولې کومې چې ېې د هغې له مور او پلار نه کړې وې.

هغه په ټویټرکې لیکې: "ته ورته خپله کیسه واېې. ستا مور هم ورته ستا کیسه وايي. ستا پلار هم ورته ستا کیسه وايي. ستاسو ۷ کلن ورو هم ورته همدا کیسه کوي. "

Image caption (بوسنیايي ښځې د ۱۹۹۲ د اکتوبر پر۳۱مه د جایسې له سیمې څخه د تيښتې په حال کې خپل شیان وړي. بوسنیا هرزګو وینا له هغې درې کلنې جګړې څخه راخلاصه شوې چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د یوګوسلاویا و ټوټې کېدو سبب شوه.)

(بوسنیايي ښځې د ۱۹۹۲ د اکتوبر پر۳۱مه د جایسې له سیمې څخه د تيښتې په حال کې خپل شیان وړي. بوسنیا هرزګو وینا له هغې درې کلنې جګړې څخه راخلاصه شوې چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د یوګوسلاویا و ټوټې کېدو سبب شوه.)

ارنېسا زیاتوي: "ستاسو غوښتنلیک ومنل شو ځکه چې ستاسو کیسې د هغو ټولو معلوماتو سره سمون درلود چې هغوې لرل. هغوې ته ثابته شوه چې ستاسو کیسه ریښتیا وه. دروغ نشی ویلائ."

ارنېسا وايي تقریبا څلور کاله وخت ېې ونیوه چې د دوې د کورنۍ غوښتنلیک ومنل شو.

هغه بي بي سي ته وايي ځکه ېې له ټویټره کار واخیست چې نورو هغو پناه وړونکو سره خواخوږي او پيوستون وښيي چې له جګړو څخه د تېښتې په لټه کې دي.

هغه وايی: "د پاریس په بریدونو سره ناڅاپه خلک د پناه وړونکو پر ضد شول"

"زه فکر نه کوم چې دغو بېګناه خلکو ته چې له ځورونو، جګړې او تاوتریخوالي نه تښتي، ګوته ونیول شي. "

Image caption د سورېې له خلکو سره د پېوستون د ډلې ځېنې غړي چې د ۲۰۱۵ د نومبر پر ۲۲ ېې د ټکزاس د آستین په ښار کې ېې اعتراضیه غونډه کړې. اعتراض کونکو د ټکزاس د ګورنر د هغې پرېکړې پر خلاف مظاهره کړې چې وايي سوریايي پناه وړونکي دې په دې ایالت کې نه منل کېږي.

(د سورېې له خلکو سره د پېوستون د ډلې ځېنې غړي چې د ۲۰۱۵ د نومبر پر ۲۲ ېې د ټکزاس د آستین په ښار کې ېې اعتراضیه غونډه کړې. اعتراض کونکو د ټکزاس د ګورنر د هغې پرېکړې پر خلاف مظاهره کړې چې وايي سوریايي پناه وړونکي دې په دې ایالت کې نه منل کېږي.)

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت ادارې د احصاېې له مخې، په ۲۰۱۴ کې ۶۹،۹۸۷ پناه وړونکي دغې هېواد ته ورغلي دي.

په ۲۰۱۳ کې، ۶۹،۹۰۹ پناه وړونکي اخیستل شوي وو چې له دې جملې څخه ۲۵،۱۹۹ کسانو ته پناه ورکړل شوې ده.

ارنېسا وايي په دې اړه چې د پناه وړونکي دریځ څرنګه ترلاسه کېږي، یوغلط تصور موجود دی.

هغه وايی: "تر ټولو بده برخه ېې حتما دا نه ده چې پروسه ېې ډېره اوږده ده. "

"سخته برخه ېې د خپلې کیسې کول، د جګړې د تجربې بیا بیانول او دا تشریح کول دي چې ولې تاسو د پناه وړونکي دریځ غواړئ. تاسو دا کیسه هغو کسانو ته کوئ چې تاسو ته یواځې د یو عدد او شمېرې په توګه ګوري- د یوه انسان په سترګه درته نه ګوري. "

"خو که د واقعیت بینۍ له نظره زما د هېواد اوسنیو حالاتو ته وګورم، پوهېږم چې حالات به ېې له وحشته ډک وای- ځکه حتی تر ننه پورې هلته په لوړه کچه نژادي او مذهبي تاوتریخوالی شته دی. "

ارنېسا چې اوس ۲۶ کلنه ده، د آیوا ایالت په بوسنیاک امریکايي ټولنه کې کارکوي، وايي د پناه وړونکي په توګه د هغې د سفر پر وړاندې مثبت غبرګون حیرانه کړې ده.

"په ريښتیا هیله منه یم خلک ویني چې موږ دلته د کوم زیان رامنځته کولو لپاره نه یوو راغلي، موږ دلته د نوروکسانو په شان ،ځانته د ښو کارونو کولو لپاره راغلي یو."

"ډېر ژر به ۷ کاله وروسته له کالجه فارغېږئ. یو باثباته کار به لرئ. ملګري به لرئ. کورنۍ به مو خوندي وي."