سعودي عربستان بغداد کې خپل سفارت پرانیست

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
Image caption د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

سعودي عربستان د عراق پلازمېنه بغداد کې یوځل بیا له ۲۵ کلونو وروسته خپل سفارت پرانیست. د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي پر کویت د عراق د برید له مهاله غوڅ شوي وو.

فرانس پرېس خبری آژانس د عراق د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له خولې ویلي، ''د سعودي سفارت د کارکوونکو یوه ډله د سې شنبې په ورځ بغداد ته ورسېده، او پر هوايي ډګر یې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هرکلی وکړ''.

سرچینه زیاتوي ''دا ډله د سفیر په مشرۍ له ۳۵ کار کوونکو جوړه ده''.

یاد چارواکي ویلي، د سعودي سفیر به د پنجشنبې له ورځې وړاندې عراق ته ورسېږي، او هلته به د سفارت په رسمي پرانیستغونډه کې ګډون وکړي.

اټکل دی چې سعودي عربستان وروسته د عراقي کردستان ولایت مرکز اربیل کې هم کونسلګرۍ پرانیزي.

د عراق او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي وروسته تر هغه غوڅ شول، چې په ۱۹۹۰ کال عراق پر کویت برید وکړ، خو په ۲۰۰۴ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته، چې صدام حسین پکې له واکه ولوېد، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي یوځل بیا پیل شول.

خو دغه اړیکي د ۲۰۱۵ کال تر دسمبر پورې ترینګلي وو.

عراقي چارواکي وايي، سعودي عربستان د ''اسلامي دولت'' ډلې ملا تړي. دغه ډله د عراق پر ګڼو سیمو واکمنه ده.