د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې او ننګونې

ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي په نوم د پروژې په اړه په لومړي ځل ۲۵ کاله وړاندې فکر اونظر رامنځ ته شوى وو، خو د ځینو تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله دغازو د نل ليکې په دې پروژې د عملي کار پرانستلو لړۍ تر تېرې يکشنبې وځنډېده. د ټاپي په دې پروژې شاخوا ۱۰ میلیارده امریکايي ډالره لګښت اټکل شوى دى ، چې په څلورو کلونو کې به بشپړيږي. او ټاکل شوې ده چې دا نل ليکه به د ۲۰۱۹ کال په پای کې د غازو لېږد ته چمتو شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د ټاپي سیاله پروژه د آي پي آي یعنې د ایران، پاکستان او هند په نوم یادېږي، خو امریکا د ټاپي پروژې ملاتړې ده.

دا پايپ لاين يا نل لیکه ۱۸ سوه کلومتره اوږدوالی لري، له ترکمنستان نه د افغانستان د هرات او کندهار له لارې او بيا د پاکستان د کوټې او ملتان څخه هندي پنجاب ته غځول کېږي.

دغه نل لیکه به یو کال کې د ۳۳ میلیاره کیوبک میتره غازو د انتقال وړتیا لري. که دسيمې په کچه اقتصادي ګټې شريکې شي د سياسي ناندرو په لرې کولو کې هم مرسته کوى شي.

د افغانستان لپاره د ټاپي اقتصادي ګټې: دا پروژه افغانستان لپاره لنډمهاله او اوږمهاله اقتصادي گټې لري.

مستقیمې ګټې

• هر کال به پاکستان افغانستان ته د ټرانزیت په برخه کې سلگونه میلیونه ډالره ورکوي. • افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارده متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي. • په هغو سیمو کې چې دغه نل لیکه تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابره وي.

غیرمستقیمې ګټې:

د انځور حقوق tapi
Image caption دا پروژه تېره ورځ دترکمنستان ، افغانستان، پاکستان او هندوستان د مشرانو لخوا پرانېستل شوه.

• له هغو سیمو نه چې دغه نل لیکه تېرېږي بې له شکه سوداگري به ورسره غوړېږي. • په همدغه لاره به نورې ورته پروژې هم پلي شي دبېلګې په توګه د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژه او د انټرنیت فایبر کيبل. • د دغې پروژې له بریاليتوب وروسته به بهرني پانګوال دلته پانګونې ته هم زړه ښه کړي.

ننګونې:

د کابل، ډیلي او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځ ته کول یوه مهمه ننګونه ده. په سیمه کې سیاسي اختلافونه او ناندرۍ کولی شي اقتصادي چاپېریال اغېزمن کړي.

په افغانستان او پاکستان کې امنیتي کړکېچ هم کولای شي دغه پروژه ټکنی کړي.

يوه بله بله مهمه خبره دا ده چې د دغې پروژې لګښت لا تر اوسه هيڅ یوۀ تجارتي شرکت په غاړه نه دی اخیستی او دغه کار ښايي ډېر وخت او هڅونې ته اړتیا ولري چې یو څو تجارتي شرکتونه د تمویل چاری په غاړه واخلي.تر دې دمه يواځې يو نړيوال سوداګريزشرکت په دې پروژې کې پانګی اچونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

سیمه ییز اغېز

د ټاپي پروژه نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې ټول هېوادونه له اقتصادي ګټو برخمن کوي. ترکمنستان اوس مهال ۳۵ میلیارده متره مکعب غاز په چین پلوري خو چین دغه غاز له ترکمنستان نه په ټیټه بیه اخلي، له همدې امله تر کمنستان غواړي پر چین تکیه کمه کړي چې وکولی شي خپل غاز په مناسبه بیه وپلوري. هغه سيمې چی دا نل ليکه به ورڅخه تېريږي هلته به کاروبار وغوړيږي؛هټۍ،هو ټلو نه،اوبازارونه به جوړ شي،ډيرځايي وګړي به د نل ليکی د ساتنی په موخه په دندو وګمارل شي او ډير خلک به په بېلابېلو دندو کې مصروف شي.

افغان مسلکي کارکو نکي به د عصري مديريت زده کړو فرصت ترلاسه کړي.

پاکستان هم د دې پروژې نه اقتصادي ګټه پورته کوي. دغه هېواد به له هند نه هر کال سلگونه میلیونه ډالره د ټرانزیټي فیس په توګه ترلاسه کوي. د دې ترڅنګ په هغو سیمو کې چې دغه نل لیکه تېرېرېږي خلکو ته د کار زمینه هم پیدا کوى شي، ددې نه علاوه پاکستان به د غازو نه هم برخمن کېږي.

د انځور حقوق aisa
Image caption د پروژې کار به څلور کالو کې بشپړيږي، او په مستقيم او غير مستقيم ډول به لوى شمېر خلکو ته د روزگار پيدا کولو کې مرسته کوي.

هند چې د غازو تر ټولو لویه ونډه به اخلي د دې پروژې مهمه ستنه ګڼل کېږي.

د ټاپي ملاتړي هېوادونه

د ټاپي سیاله پروژه د آي پي آي یعنې د ایران، پاکستان او هند په نوم یادېږي، خو امریکا د ټاپي پروژې ملاتړې ده. چین هم د ټاپي ملاتړې برېښي ځکه چې د دغې پروژې بریا په سیمه کې د دوي پر اقتصاد ښه اغیز درلودلی شي. روسیه هم ددغې پروژې مخالفت نه کوي.

که څه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره رد کړه چې گواکې ایران له ټاپې پروژې نه دومره خوښ نه ښکاري، خو ویلي شو چې ټاپي پروژه د ایران اي پی آي پروژې مخه ډبولی شي.