فېسبوک، ګوګل او ټویټر د کرکجنو موادو لرې کولو هوکړه کړې

د انځور حقوق PA
Image caption د فېسبوک دریځ دا دی، چې دوی د نامناسبو څرګندونو په تړاو د معلوماتو ورکولو لپاره پر خپلو کارونکو تکیه کوي

ګوګل، ټویټر او فېسبوک له جرمني سره یوه هوکړه کړي، چې له مخې به دغه درې واړه شرکتونو پر خپلو پاڼو هغه خپاره شوي مواد په ۲۴ ساعتونو کې لرې کوي، چې د کرکې څرګندونه پکې شوې وي.

د جرمني عدلیې وزیر هایکوماس وايي دې سره به باوري شي، چې جرمن قانون پر انلاین نړۍ کې هم پلي کېږي. د نوموړي په وینا:

ټولنیزۍ رسنۍ باید د سخت دریځو کیڼ اړخو کسانو په مېله ځای بدلې نه شي.

دغه ګامونه داسې مهال پورته کېږي، چې جرمني کې په انلاین توګه د توکمپالنې څرګندونو ډېرېدو رپوټونه خپاره شوي دي.

جرمني هغه اروپايي هېواد دی، چې ۲۰۱۵ کال کې یې تر ټولو د ډېرو ( نژدې یو میلیون ) کډوالو او پناه غوښتونکو د منلو اعلان وکړ.

جرمن وزیر وايي د ځانګړو ماهرینو یوه کمېټه به پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو کرکچنو موادو ارزونه کوي، چې وايي د دغه ډول پیغامونو په اړه رپوټ کول به اسان شي.

د هایکوماس په خبره د شکایتونو ارزونکو لپاره به بنسټ د جرمني قانون وي، نه د انټرنېټي کمپنیو د کارولو اصول.

د هغه په وینا:

''کله، چې خبره د بیان د ازادۍ له حده تېره شي، جرمونو ته پارول کېږي او یا د خلکو ډارولو ګواښلو تر حده ورسیږي، باید دغه ډول مواد له انټرنېټ نه لرې کړل شي.''

د هوکړې په اړه نوموړی وايي:

''موږ هوکړه کړې، چې د لیکنو لرې کولو چاره به ۲۴ ساعته کې دننه ممکن وي.''

له سوریې، عراق او افغانستانه د زرګونو کډوالو او پناه غوښتونکو له ورته وروسته جرمن حکومت چارواکي د نیونازي فکر پلویانو د ممکنه سخت غبرګون اندېښمن کړي دي.

هایکو ماس له دې مخکې پر فېسبوک له دې کبله نیوکه کړې وه، چې په وینا یې دغه پاڼه په خورا چټکتیا له خپلې پاڼې د کارونکو له لوري خپاره شوي بربنډ عسکونه لرې کوي، خو پر همدې پاڼه د توکمپالنې او د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په تړاو غیر مناسبې څرګندونې موجودې وي.

د فېسبوک دریځ دا دی، چې دوی د نامناسبو څرګندونو په تړاو د معلوماتو ورکولو لپاره پر خپلو کارونکو تکیه کوي.