ترکي ځواکونو د پي کې کې ۵۰ وسله وال وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption پوځي عمليات د ترکيې په ختيځ کې د پي کې کې ډلې وسله والو پر ضد روان دي

د ترکيې چارواکي وايي د دريو ورځنيو عملياتو په ترڅ کې يې د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې ۵۰ وسله وال وژلي دي.

د ترکیې ځواکونه د دې هېواد په ختيځ کې د نوموړې ګوند د وسله والو پر وړاندې په يو لړ پراخو عملیاتو بوخت دي.

ويل کېږي عملیات د جيزره او سيلوپي په ښارونو کې روان دي چې د ترکيې شاوخوا لس رزه پوځيانو په کې ګډون کړی دی.

د ترکيې لومړی وزير داود اوغلو وايي تر هغه به پوځي عمليات دوام ولري چې ټول کورونه يې د پي کې کې له غړو نه وي پاک ګړي.

د کوردي سياستوالو په وينا په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته زيان اوښتی او دوی هم تر هدف لاندې نیول شوي دي.

له څه مودې راهيسې د ترکي پوځ او د کوردستان بېل غوښتونو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شمېرو له مخې تراوسه د دواړو غاړو ترمنځ شخړو کې له ۴۰ زره زيات کسان وژل شوي دي.

وړاندې د ترکيې او پي کې کې ډلې تر منځ د اوربند تړون شوی و، چې تېر جولای مياشت کې د ترکيې له خوا د عراق شمال کې د دې ډلې پر مرکزونو له بمبارۍ وروسته مات شو.

ترکيه په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې او پي کې کې، دواړو هوايي بريدونه کوي، ترکيه او ځينې نور هېوادونه پي کې کې يوه ترهګره ډله بولي.