د کابل لیلامي خرڅوونکی غواړي اروپا ته ولاړ شي

رحب علي
Image caption رجب علي وايي، ناامنیو اړ کړی، چې له ناقانونه لارو ځان او خپله کورنۍ اروپا ته ورسوي.

نن (جمعه، دسمبر ۱۸ مه) د کډوالو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو هېوادونو غواړي چې د کارګرو کډوالو او د هغوی د کورنیو د بشري حقونو د ساتنې لپاره ژمن و واسي.

افغانستان وروسته له سوریې نه دویم هېواد دی چې په نړۍ کې ډېر کډوال لري. له یوه کاله په کمه موده کې شاوخوا ۱۵۰ زرو افغانانو اروپا ته ځانونه رسولي دي.

اوس مهال سره له دې چې هوا سړه ده او یو شمیر هیېادونو ویلي چې افغان پناه غوښتونکي به بېرته ستنوي، داسې کورنۍ هم شته چې لا هم په ناقانونه لارو غواړي اروپا ته ولاړې شي.

زموږ همکاره زمزمه نیازۍ په کابل کې د یوې کورنۍ لیدو ته تللې چې غواړي په ناقانونه لار اروپا ته ولاړه شي.

د یوې سړې ورځې په سهار د کابل ښار لوېدیځې خوا سر کاریز سیمه کې د رجب علي او د هغه د مېرمنې لیدو ته ولاړم. دوی غواړي له خپلو نهو کوچنیو ماشومانو سره په ناقانونه لارو اروپا ته ولاړ شي.

رجب د کور ټول توکي پلورلي، پېرودنکي، د دوی د تللو په تمه دي چې خپل توکي یوسي.

۴۱ کلن رجب لیلامي جامې پلوري او له خپل کاره خوښ هم دی خو وایي نا امنۍ اړ کړی چې اروپا ته ولاړ شي:

''هره شېبه چې له کوره وځم ډاډمن نه یم چې بېرته دې راستون شم ځانمرګي او بمي چاودنې ډیرې دي امنیتي وضعیت ترینګلی دی. سره له دې چې ژمی دی بیا هم غواړم کورنۍ سره لاړ شم''.

Image caption رحب علي کابل کې لیلامي کالي خرڅوي، که څه هم له خپل کاره خوښ دی، خو وايي ناامنۍ نارامه کړی دی.
Image caption رجب علي مېرمن او نهه ماشومان یې غواړي، ځان اروپا ته ورسوي، همدا ده چې د کور ټول توکي یې خرڅ کړي دي.

دوی به د افغانستان له پولو اوړي د ایران له تړلو دروازو به تیریږي او له ترکیې څخه به یوه اروپایي هیواد ته ځي.

د رجب مېرمن نجیبه په لاره کې د سړې هوا له وضعیته خبره ده او په دې هم پوهیږي چې یو شمیر هېوادونو لکه جرمني چې افغانو پناه غوښتونکو ته ویلي چې خپل هیواد ته یې لیږدوي، خو دا لا هم په خپلې خبرې ولاړه ده او تللو تکل لري:

''زه نهم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل ښوونځي وتړل شول او نجونې له زدع کړو پاتې شوې اوس ویریږم وایم زما حالت به مې په لورګانو او زامنو راشي طالبان او داعش به وطن ونیسي او دوې به بې برخلیکه شي نه غواړم دوې زما ژوند تجربه کړي هر څومره چې لارې ستونزمنې وي ځو''.

هره ورځ په دغو لارو کې د تلونکو کډوالو په تیره بیا د ماشومانو د مرګونو خبرونه خپریږي. نوې پیښه یې د یوه خصوصي تلویزون خبریال او د هغه د میرمنې ده چې خپل څلور میاشتینی ماشوم یې په اوبو کې ډوب شو.

رجب علي چې اروبا ته د تللو ملا یې تړلې وایي انساني قاچاق وړونکي ډاډمن کړی چې منزل ته یې رسوي:

Image caption زموږ همکاره زمزمه نیازۍ په کابل کې د یوې کورنۍ لیدو ته تللې چې غواړي په ناقانونه لار اروپا ته ولاړه شي.

''موږ ته یې ډاډ راکړی چې تاسو به د یویې سمې لارې نه خپل ځای ته رسو خو بیا هم قاچاق وړونکی دی زه نشم ویلی چې د ده خبرې څومره ريښتیا دي. ځکه لارې ډیرې ستونزې لري که د افغانستان پولي دي یا هم د ایران او ترکیې په ټولو پولو کې ستونزې او ګواښ شته''.

د رجب مشره لور څوارلس کلنه او تر ټولو کوچنۍ یې د لسو میاشتو ده څلور زامن او پنځه لوڼې لري.

نوموړی لا هم د یوې کوچنۍ لاسي کراچۍ په سر د لیلامیو جامې پلوري ماشومان یې د اروپا د ښه ژوند لپاره خورا هیلې په زړه کې لري.خو د اروپا له مرګونو لارو ژوندي پاتې کیدل د کمو خلکو په برخه وي.

Image caption د رجب مېرمن نجیبه په لاره کې د سړې هوا له وضعیته خبره ده او په دې هم پوهیږي چې یو شمیر هېوادونو لکه جرمني چې افغانو پناه غوښتونکو ته ویلي چې خپل هیواد ته یې لیږدوي، خو دا لا هم په خپلې خبرې ولاړه ده او تللو تکل لري

په روان زیږدیز کال کې له ۱۵۰ زرو ډېر افغانان اروپا ته تللي دي او معلومېږي چې دغې لړۍ ته په اسانۍ د پای ټکی نه اېښودل کېږي.

اوس مهال د نړۍ په کچه ۲۳۲ میلیونه خلک د کډوالو په نوم ثبت دي چې نیمه برخه یې ښځې دي او له هرو لسو کډوالو د یوه عمر له پنځه لسو کلونو کم دی.

Image caption د رجب مشره لور څوارلس کلنه او تر ټولو کوچنۍ یې د لسو میاشتو ده څلور زامن او پنځه لوڼې لري.

ورته مطالب