بارک اوباما د ګوانتانامو زندان تړلو ته هوډمن دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې په لومړي ځل ۱۱ کسان په ګوانتانامو کې زنداني شول او له هغې راوروسته ۷۸۰ کسان په کې بنديان شول

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي که کانګرس د ګوانتانامو زندان د بندولو اجازه ور نه کړي، د ولسمشر په توګه به له خپلو واکونو کار واخلي.

په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وويل نيت لري چې د امريکا ملي شورا ته د دغه زندان د تړلو يو پلان وړاندې کړي.

ده هيله څرګنده کړه، چې ملي شورا به دغه پلان ومني، خو ويې ويل که داسې و نه شي نو د اساسي قانون له لوري ده ته له ورکړای شويو واکونو به کار واخلي.

د امريکا ولسمشر غواړي چې د کيوبا په ټاپو کې دغه زندان د ده د واکمنۍ پر مهال وتړل شي.

ښاغلی اوباما هيله لري د راتلونکي کال په پيل کې د دغه زندان د بنديانو شمېر له ۱۰۰ کم شي.

څو ورځې وړاندې امريکايي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د ګوانتانامو له زندان نه د ۱۷ نورو کسانو د لېږد پلان جوړ شي.

د دغو ۱۷ کسانو له لېږدولو وروسته به په ګوانتانامو کې د پاتې زندانيانو شمېر ۹۰ کسانو ته راښکته شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ګوانتانامو زندان د ترهګرۍ خلاف جګړې له پیل وروسته په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو

امريکايي رسنۍ وايي د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر د دغو ۱۷ کسانو د لېږد په اړه لا له وړاندې ملي شورا ته خبر ورکړی دی.

ګوانتانامو زندان د ترهګرۍ خلاف جګړې له پیل وروسته په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو او په دې زندان کې داسې کسان ساتل کېږي چې امريکا يې خپل دښمنان بولي.

د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې په لومړي ځل ۱۱ کسان په ګوانتانامو کې زنداني شول او له هغې راوروسته ۷۸۰ کسان په کې بنديان شول چې پر ډېرو يې نه کوم تور ولګېد او نه هم محاکمه شول.

له ۲۰۱۵ کال راوروسته تر اوسه ۲۰ زندانيان له ګوانتانامو خوشي شوي او په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېره ۲۸ کسانو رسېده.

ورته مطالب