د لبنان حزب الله یو قومندان سوریه کې وژل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption قنطار په ۱۹۷۹ کال کې د يوه مرګوني بريد له امله زنداني شو

د لبنان حزب الله ګوند چارواکو ویلي، د دوی یو لوړپوړی قومندان سمیر قنطار د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې په یوه راکټي برید کې وژل شوی دی.

راکټ د شنبې په شپه جرامانا سیمه کې چې د حکومت د پلویانو پیاوړی مرکز دی، پر یوه کور لګېدلی.

حزب الله د دې هوایي برید پړه پر اسراییلو اچولې ده.

اسراییلو تراوسه د حزب الله د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د اسراییلو د کور جوړونې وزیر یاو ګالانټ ویلي، "زه د دې موضوع په تړاو نه څه تاییدوم او نه يې ردوم." خو زیاتوي "دا ښه خبره ده چې د سمیر قنطار په څېر کسان نړۍ کې نه وي."

قنطار په ۱۹۷۹ کال کې د يوه مرګوني بريد له امله زنداني شو او په ۲۰۰۸ کال کې د حزب الله او اسراییلو تر منځ د بندیانو جنجالي تبادله کې خوشی شو.

ویل کېږي چې قنطار تر خوشی کېدو وروسته د حزب الله په یوه کلیدي غړي بدل شو.

حزب الله خپل سلګونه اورپکي سوريې ته استولي، چې د ولسمشر بشار الاسد په ملاتړ د هغوی د سرتېرو ترڅنګ د مخالفینو پروړاندې وجنګېږي.

ورته مطالب