د چين ځمکې ښووېدو پېښه کې ۹۱ کسان لادرکه دي

د انځور حقوق AP
Image caption دغه ښار د چين تر ټولو ستر او مهم صنعتي مرکز دی

وروسته له هغه چې د چين په سويلي ښار شېنژين کې د ځمکې ښووېدو له امله ۳۳ ودانۍ ونړېدې سلګونه ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو په لټه کې دي.

د شېنژن ښار چارواکي وايي تر اوسه اووه کسان چې سرسري ټپونه لري له کنډو کپرو ژوندي وېستل شوي او ۹۱ کسان لا هم لادرکه دي.

په نړېدلو ودانيو کې د کارګرو د اوسېدو دوه اپارتمانونه هم شامل دي.

هغه مهال چې د ځمکې ښووېدو پېښه رامنځته کېده کابو ۹۰۰ کسان مخکې له مخکې له دغې صنعتي سيمې ووېستل شول.

دغه ښار د چين تر ټولو ستر او مهم صنعتي مرکز دی.

د چين حکومتي اژانس شينهوا ويلي د ځمکې ښووېدو له امله د طبيعي ګازو يوه نلليکه چاودلې او اوس کارکوونکي د دغې نلليکې پر ترميمولو لګيا دي.

د چين د ځمکې او طبيعي سرچينو وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې ويلي د دوی لومړنۍ پلټنې ښيي، چې ځمکه ښووېدنه د خاورې د يوه ډيري او د بيارغونې د پاتې شونو د ښووېدو له امله رامنځته شوې.

د روان کال نومبر مياشت کې هم په ژېنجينګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روان کال نومبر مياشت کې هم په ژېنجينګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو

ورته مطالب