"د زده کوونکو له خوا د انټرنېټ کارول باید وڅارل شي"

Image caption د دې کار هدف د ځوانانو د سخت دریځه کېدو مخنیوی په ګوته شوی

د بریتانیا د ښوونې وزیره نيکي مورګان وايي په ښوونځیو کې د زده کوونکو له خوا د انټرنیټ کارول باید کنټرول شي.

د دې کار هدف د ځوانانو د سخت دریځه کېدو مخنیوی په ګوته شوی.

په پرمختللو او دیموکراتو ټولنو کې د انټرنېټ کنټرول اسانه چاره نه ده، ان که دا کنټرول په ښوونځیو کې هم وي.

ښايي په بریتانیا کې د حکومت له خوا په ښوونځیو کې د انټرنېټ د کارونې د کنټرول طرحه ډېر وخت ونیسي چې عملي شي.

اوس مهال دغه طرحه د مشورې په موخه خپره شوې ده. د ښوونې وزیره اندښمنه ده چې اوس مهال سخت دریځي د ښوونځیو د کمپوټرونو له لارې د زده کوونکو د فکرونو د اړولو هڅه کوي.

نیکي مورګان د دغې طرحې په یوې برخې کې ویلي چې ښوونځي باید د انټرنیټي فیلټرونو څخه کار واخلي.

آغلې مورګان په هغې اعلامېې کې چې د ښوونې وزارت پر ویبپاڼې خپره شوې ویلي یو شمېر بریتانوي زده کوونکي توانیدلي چې په خپلو ښوونځیو کې د انټرنېټ له لارې د اسلامي دولت ډلې داعش په اړه معلومات ترلاسه کړي.

اغلې مورګان وايي "زه د یوې مور په توګه پوهېږم چې انټرنېټ د ماشومانو د زده کړو په برخه کې څومره رول لري، خو هغوی له خطر سره هم مخامخ کوي. په همدې خاطر موږ باید هغه څه چې مو په وس کې دي ترسره کړو چې ماشومان مو په کور او ښوونځي کې د انټرنېټ د کارونې په وخت کې خوندي وي. زده کوونکو ته باید وښوول شي چې څه ډول له انټرنېټه کار واخیستل شي."

د بریتانیا د ښوونې وزیره وايي د دې اړتیا ده چې ښوونځي له انټرنېټه د کار اخیستنې په برخه کې بیا فکر وکړي. که څه هم پر انټرنېټ د کنټرول وړاندیز لا طرحه ده خو له یو لړ غبرګونونو سره مخامخه شوې ده.

د بریتانیا د ښوونکو اتحادیې د دې طرحې په اړه د لا ډېرو جزییاتو غوښتنه کړې ده.

پر انټرنېټ د کنټرول طرحه په داسې حال کې مشورې ته وړاندې شوې چې له بریتانیا د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي سوریې ته سفر کړی او یا یې هم هڅه کړې چې سوریې ته لاړ شي.

د تېر ې فبرورۍ میاشت کې دوې ۱۵ کلنې او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ له لندنه استنبول او له هغه ځایه سوریې ته تللې وې.