'بریتانیايي ښوونځیو کې دې انټرنېټ کنټرول شي'

Image caption ښايي په بریتانیا کې د حکومت له خوا په ښوونځیو کې د انټرنیټ د کارونې د کنترولو طرحه ډېر وخت ونیسي چې عملي شي.

د بریتانیا د ښوونې وزیره وايي په ښوونځیو کې د د زده کوونکو له خوا د انټرنیټ کارول باید کنترول شي. د دې کار هدف د ځوانانو د سخت دریځه کېدو مخنیوي په ګوته شوی.

په پرمختللو او دیموکراتیکو ټولنو کې د انټرنیټ کنټرول اسانه چاره نه ده، ان که دا کنترول په ښوونځیو کې هم وي.

ښايي په بریتانیا کې د حکومت له خوا په ښوونځیو کې د انټرنیټ د کارونې د کنترولو طرحه ډېر وخت ونیسي چې عملي شي.

اوس مهال دغه طرحه د مشورې په موخه خپره شوې ده. د ښوونې وزیره اندښمنه ده چې اوس مهال سخت دریځي د ښوونځیو د کمپوټرونو له لارې د زده کوونکو د فکرونو د اړولو هڅه کوي.

نیکي مورګان د دغې طرحې په یوې برخې کې ویلي چې ښوونځي باید د انټرنیټي فیلټرونو څخه کار واخلي.

آغلې مورګان په هغې وینا کې چې د ښوونې وزارت پر ویپاڼې خپره شوې ویلي یو شمېر بریتانوي زده کوونکي توانیدلي چې په خپلو ښوونځیو کې د انټرنیټ له لارې د ''اسلامي دولت'' ډلې داعش په اړه معلومات ترلاسه کړي.

''زه د یوې مور په توګه پوهېږم چې انټرنیټ د ماشومانو د زده کړو په برخه کې څومره رول لري، خو هغوی له خطر سره هم مخامخ کوي. په همدې خاطر موږ باید هغه څه چې مو په وس کې دي ترسره کړو چې ماشومان مو په کور او ښوونځي کې د انټرنیټ د کارونې په وخت کې خوندي وي. زده کوونکو ته باید وښوول شي چې څه ډول له انټرنیټ نه کار واخیستل شي''.

د انځور حقوق Dominic Lipinski
Image caption نیکي مورګان د دغې طرحې په یوې برخې کې ویلي چې ښوونځي باید د انټرنیټي فیلټرونو څخه کار واخلي.

د بریتانیا د ښوونې وزیره وايي د دې اړتیا ده چې ښوونځي له انټرنیټ نه د کار اخیستنې په برخه کې بیا فکر وکړي. که څه هم پر انټرنیت د کنترول وړاندیز لا طرحه ده خو له یو لړ غبرګونونو سره مخامخه شوې ده.

د بریتانیا د ښوونکو اتحادیې د دې طرحې په اړه د لا ډېر جزییاتو غوښتنه کړې ده.

پر انټرنیټ د کنترول طرحه په داسې حال کې مشورې ته وړاندې شوې چې له بریتانیا نه د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي سوریې ته سفر کړی او یا یې هم هڅه کړې چې سوریې ته لاړ شي.

د تېر فبرورۍ په میاشت کې دوه ۱۵ کلنې او یوه ۱۶ کلنه جلۍ له لندنه استنبول او له هغه ځایه سوریې ته لاړې.