د سوریې جګړه: روسي بمباریو تر اوسه''۲۰۰ ولسي وګړي وژلي''

د ملکي دفاع ځواکونه د هغې ودانۍ په کنډوالو کې خلک لټوي، چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه، په ادلب کې د روسیې الوتکو بمباري پرې وکړه. د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملکي دفاع ځواکونه د هغې ودانۍ په کنډوالو کې خلک لټوي، چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه، په ادلب کې د روسیې الوتکو بمباري پرې وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان 'امنسټي انټرنېشنل' د عیني شاهدانو او فعالانو له قوله وايي، په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د دغه سازمان راپور وايي، د تېرې سپتمبر میاشتې له ۳۰ د نومبر تر ۲۹ پورې یې د سوریې پنځو سیمو د روسیې د ۲۵ هوايي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي دي.

د راپور پایلې ښيي، چې ''روسیې په خطناک ډول د بشري حقونو نړیوال قانون مات کړی دی''.

خو مسکو تل د ولسي وګړو وژل کېدل ردوي، او وايي دا ګومانونه د ''رسنیزې جګړې'' یوه برخه ده.

روسیې د تېر سپتمبر میاشتې په دېرشمه د ''اسلامي دولت'' او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړل.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د روسیې په حمص، حماة، ادلب، لاذقیه او حلب کې یې د روسي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ادلب کې د روسیې برید

سرچینه وايي، په راپور جوړولو کې یې د تیلېفون او انټرنېټ له لارې له ۱۶ عیني شاهدانو سره د بریدونو په اړه خبرې کړې چې په دوی کې ډاکټران او د بشري حقونو فعالان هم دي.

پر دې سربېره، امنستي ځینې سمعي او بصري توکي هم ترلاسه کړي، چې وايي له بریدونو سره تړاو لري.

د بریدونو په اړه جزییات

په راپور کې د شپږو بریدونو پوره جزییات ورکړل شوي.

دغه سازمان وايي، د بېلګې په توګه، د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۹مه، د ادلب ولایت په اریحا د ولسي وګړو پر یوه بازار درو توغندیو لږترلږه ۴۹ ولسي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

زیاتوي چې عیني شاهدانو او د بشري حقونو فعالانو دوی ته د بریدونو په اړه جزییات ورکړي دي، حال دا چې د برید په سیمه کې ''هېڅ پوځي اهداف نه وو''.

امنسټي وايي، داسې نور دلایل هم شته چې د روسیې پوځ ''په ناقانونه ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو هم بمونه غورځولي، چې بیا وروسته چاودلي دي''.

Image caption روسیه وايي دوی په سوریه کې 'اسلامي دولت' او نورې سخت دریځې ډلې په نښه کوي.

روسي چارواکو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه په ښکاره کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کرملین وړاندې ورته رپوټونه رد کړي وو، او دا یې په سوریه کې د روسیې د بدنامولو هڅه بللې وه.

په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونه داسې مهال پیل شول، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې له وړاندې بریدونه پیل کړي وو.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب