د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۸ کډوال وژل شوي

د انځور حقوق AFP Italian Navy
Image caption د راپورونو له مخې روانه اوونۍ دې ته ورته پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي

د ترکيې سره نژدې په اوبو کې د کډوالو د کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۸ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي په دغو وژل شويو کسانو کې چې له ترکیې يونان ته روان وو ماشومان او ښځې هم شامل دي.

له لرګيو جوړ شوې کښتۍ چې د ترکيې له ازمير ولايت څخه د یونان ليزبوس ټاپو ته روانه وه د تېزې هوا له امله چپه شوې ده.

له دغې ډوبې شوې کښتۍ ۲۱ تنه يې ژغورل شوي دي.

د راپورونو له مخې روانه اوونۍ دې ته ورته پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي.

د ترکيې خبري رسنيو په وينا سمندري ځواکونو د يوه ماشوم په ګډون ۲۱ تنه ژغورلي، خو په دې نه دي توانېدلي چې د ۱۸ نورو کسانو ژوند وژغوري.

ویل کېږي يو کس تراوسه هم لادرکه دی.

د کډوالو نړيواله اداره وايي، هغه کډوال چې په غيرقانوني توګه د اوبو او وچې له لارې اروپا ته تللي د تېر کال په پرتله يې شمېر ډېر زيات و.

د دغې ادارې په وينا نژدې ۳۷۰۰ کډوالو اروپا ته د تلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.