د سعودي عربستان روغتون کې لګېدلي اور ۲۵ کسان وژلي

Image caption د اورلګېدو له کبله د جدي پاملرنې برخه او زېږنتون ډېر اغیزمن شوي دي

د سعودي عربستان چارواکي وايي د دغه هېواد جیزان ښار یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

پېښه د پنجشنبې په سهار رامنځته شوه.

له اور لګېدو وروسته د اور وژنې کارکونکي او مرستندویان د پېښې ځای ته ورسېدل.

چارواکي وايي تر اوسه معلومه د اور لګېدنې لامل معلوم نه دی، خو په وینا یې دغه اور وژل شوی دی.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د اورلګېدو له کبله د جدي پاملرنې برخه او زېږنتون ډېر اغیزمن شوي دي.

د سعودي عربستان اور وژنې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

''روغتون کې لګېدلی اور وژل شوی دی او د لامل معلومولو لپاره یې څېړنه روانه ده.''

د یادې ادارې په وینا د اور وژلو لپاره ۲۱ کارکونکي ليږل شوي دي.

له دې مخکې د روان کال اګست میاشت کې د سعودي ارامکو شرکت کارکونکو په مېشت ځای کې لیګېدلي اور ۱۰ کسان وژلي وو او ۲۵۹ نور یې ټپیان کړي وو.

هغه مهال د مدني دفاع ادارې ویلي و، چې اور د مېشت ځای په ځمکتل کې د برېښنايي شارټۍ له کبله لګېدلی و.