د نړۍ لومړنۍ "اسلامي" هوايي کرښه

د ماليزيا لومړني "اسلامي" هوايي کرښې د هېواد دننه پروازونه پيل کړي دي. دا هوايي شرکت چې د راياني ايرلاين په نوم ياديږي چارواکي يې وايي چې ددې د پروازونو پر مهال نه يواځې خواړه يې حلال دي، بلکې ټولې چارې يې د شريعت په چوکاټ کې ترسره کېږي. د نړۍ د گڼو نورو هوايي کرښو برعکس شراب نه کارول کيږي.

دا نويې هوايي کرښه څلور ځانگړتياوې لري:

Image caption د هر پرواز نه وړاندې د عملې او مسافرو لخوا دعا کېږي.

١.د هوايي کرښې چارواکي وايي چې چارې يې شريعت سره برابرې دي. په دې معنى چې دوى په خپلو کارونو کې شريعت پلې کوي. د حلالو خوړو ترڅنگ، هر پرواز نه وړاندې په کې دعا کيږې، د الوتکې ښځينه مېلمه پالېبايد حجاب وکاروي، او د الوتکې غير مسلمان کارکوونکي به اړ وي " مناسب يونيفارم " يې په تن وي. هوايي کرښه به الوتکو ته د خنزير غوښه يا شراب نه پرېږدي.

٢. خو دا د نړۍ يواځينۍ اسلامي هوايي کرښه نه ده

نړۍ کې د مسلمانو هېوادو گڼې نورې هوايي کرښې هم شته چې خواړه يې شريعت سره برابر دي . دې کې د برونايي، سعودي عربستان او ايران هوايي شرکتونه شامل دي.

د فرناس هوايي کرښې په نوم شرکت چې مرکز يې په لندن کې دى پلان لري چې راتلونکي کال (٢٠١٦) کې جنوب ختيځې اسيا ته داسې پروازونه پيل کړي چې شراب به په کې نه ورکول کېږي، اوهم به ورسره په مالي راکړورکړه کې سود شامل نه وي .

Image caption ددې هوايي کرښې ټولې مېلمه پالې حجاب کاروي

٣. ددې نوې کرښې مالکانو په اړه ويل شوي چې مسلمانان نه دي

په هندوستان کې خبري رسنېو خبر ورکړى چې ددې هوايي کرښې بنسټ ايښودونکي راوي الاجېندران او د هغۀ مېرمن کرتياني گويندن دي، خو په خپلواکه توگه ددې تايد نه دى شوى.

Image caption د راياني هوايي کرښې چارواکي وايي غواړي مکې مکرمې او مدينې منورې ته هم پروازونه پيل کړي.

د مالي ميل په نوم ورځپاڼي ته ښاغلي الاجېندران ويلي دي غواړي چې د مسلمانو مسافرو زياتېدونکي شمېر نه گټه واخلي، خو تاکيد کوي چې هوايي کرښه يې د نورو مسافرينو لپاره هم برابره ده.

٤. دا کرښه د پراخېدو لوى پلان لري

راياني يوه کورنۍ هوايي کرښه ده، چې د ماليزيا پلازمينې کولالمپور او څو ښارونو ترمنځ پروزارونه ترسره کوي، تردې دمه يواځې دوه بوينگ الوتکې لري، چې ١٨٠ مسافر انتقالولى شي. ددې عملې کې اته پيلوټان او ٥٠ نور کارکوونکي شامل دي. خو غواړي چې د ماليزيا نوروښارونو ته خپل پروزاونه پراخ کړي او دغه راز مکې مکرمې او مدينې منورې ته هم پروزاونو پيلولو سره د بهرنېو الوتنو ډگر ته داخل شي.