د نایجریا ګازو زېرمه کې چاودنې لسګونه کسان وژلي دي

د انځور حقوق
Image caption د ګازو ټانکر کې له چاودنې وروسته ټول کار ځای د اور لمبو ونیو

د سویلي نایجریا یوه ګازو کارځای کې د چاودنې له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ګڼ کسان په ډبو کې د ګازو ډکولو لپاره دغه زېرمتون ته ورغلل.

تر اوسه د وژل شویو کسانو کره شمېر معلوم نه دی، خو رپوټونو کې له ۳۵ تر ۱۰۰ کسانو پورې د وژل کېدو یادونه شوې.

لسګونه ټپي کسان د نژدې پوهنتون روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د کارخونې کارکونکي او په شاوخوا کې شامل کسان هم شامل دي.

عیني شاهدان وايي، د سوځل کېدو له کبله د وژل شویو کسانو پېژندل ګران دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د نیوي ښار په ګازو کارخونه کې له ګاډي ګاز زیرمتون ته ليږدول کېدل، چې لارۍ کې چاودنه وشوه او وروسته هر لور لمبې خپرې شوې.

ځايي پولیسو پېښه تایید کړې، خو په دې اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي. ویل کېږي، چې ډېر زیان د اور لګېدنې له کبله اوښتی دی.

د سره صلیب ځايي کارکونکي وايي له چاودنې پنځه ساعته وروسته هم د پېښې په ځای کې د اور لمبې لیدل کېدې.

د ایسوشیټډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي، چې تر اوسه د ۱۰۰ کسانو مړي د پېښې له ځایه ایستل شوي دي.

یوه عیني شاهد 'وین ګارډ' نومي ورځپاڼې ته ویلي چاودنه هغه مهال وشوه، چې ټرک ډرېور تر ټاکلي مهاله مخکې چې اسټېشن یخ شي، زېرمتون ته د ګازو لېږد پیل کړ.

هغه مهال هلته موجود کسان، چې په ډبو کې د ګازو ډکولو لپاره منتظر وو د اور لمبو ښکار شول.